اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر او دوهم سپيکر قاسم خان سوري د لوي اختر د خوشحالۍ په موقع اسلامي نړۍ په خاص توګه پاكستاني اولس ته مباركي وركړې ده كوم چې (نن) د شورو په ورځ عقيدت او احترام سره لمانځلې شي۔ سپيکر او دوهم سپيكر ووئيل لوے اختر د حضرت ابراهيم عليه السلام د سترې قرباني ياد تازه كوي٬ چا چې د لوي څښتن په امر خپل زوے حضرت اسماعيل عليه السلام قربانۍ لپاره وړاندے كړے ؤ۔ سپيکر اسد قېصر ووئيل لوے اختر مونږ ته د ايثار او قربانۍ درس راكوي او په دې موقع بايد مونږ د بې وسو او حاجت مندو د ضرورتونو خيال وساتو ٬ د زړه د خلاصه د دوي مرسته وكړؤ او دوي خپلو خوشحالو كښې شامل كړؤ۔ ده ووئيل د لوي اختر نه دا سبق ترلاسه كېږي چې هېواد او قام د ضرورت په وخت بايد د قربانۍ نه ډډه ونه كړي۔ ده ووئيل د لوے اختر ورځ د وفا پخلي كولو ورځ ده په دې ورځ به مونږ له د قام په حېث دا لوظ كول وي چې په هېواد او قام چې كله هم سخت وخت راشي نو مونږ به د قربانۍ نه ډډه نه كوؤ۔ د اختر په موقع په كورونا اېس او پيز د عملدرآمد كولو په حاجت زور راوړلو سره دوئي ووئيل دا مهال هېواد د كورونا ډېلټا رنځ خطر سره مخ دے كوم چې ډېر تندۍ سره خپرېږي او د دې د خپرېدو لاره نيولو لپاره به مونږ له په كورونا اېس او پيز عمل كول وي۔ دوي په مقبوضه کشمير كښې آزادۍ لپاره د كشميريانو قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل مونږ له د دې خوشحالۍ په موقع ھغه كشميري وروڼه هېرول نه دي پكار كوم چې د تېرو اووه لسيزو راهسې آزادۍ لپاره قربانۍ وركوي۔ دوئي ووئيل په مقبوضه سيمه كښې د تېرو 23 مياشتو راهسې د هندي فاشسټ حکومت لخوا لاك ډاٶن جاري دې۔ د قربانۍ یه ډول په سترو مذهبي عبادتونو بندېز لګولې شوې دې۔ دوې ووئيل نړيواله ورورولي دي په كشمير كښې د جاري لاك ډاٶن په سمدستي توګه خاتمې او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير كشالې هواري له خپل كردار ولوبوي
لوے اختر د حضرت ابراهيم عليه السلام د سترې قرباني ياد تازه كوي٬ سپيكر او ډپټي سپيکر د لوي اختر په موقع د قام په نامه د مباركۍ پېغام
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا