اسلام آباد/کابل ۔ 20 اپرېل (اے پی پی) د افغانست??ن دوهم اولس مشر محمد سرور دانش ٬ د پاكست??ن د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خا?? او د افغانست??ن د پب??ك هېلت وزير ډاكټر فېروز الدين فېروز كابل كښې د خا??ي په ورځ د محمد علي جناح روغتون په ګډه پرانسته وكړه۔ د 200 بسترو سټېټ آف دی آرټ جناح روغتون د 24 ملين ډالرو په مصرف بشپړ كړې شوې دې كوم چې ترسره كېدو څخه وروستو په باقاعده توګه د افغانستان حكومت ته وركړې شوې دې۔ د افغان سفارت لخوا د جاري كړې شوي بيان ترمخه د روغتون پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښې د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خا?? هيله ولرله چې جناح روغتون به افغانستان كښې د روغتيا څانګه كښې د آسانيو رسنې په لړ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ په دې مهال ده د وزیراعظم عمران خا?? خاص پېغام هم افغان حكومت ته ورسولو۔ ده ووئيل عمران خا?? به د افغانستان اولس خېر ښېګړې له د هر ډول ممكنه ګامونو پورته كولو عمل روان ساتي۔ ده ووئيل وزيراعظم جمهوريه افغانست??ن د يو مستحكم ٬ محفوظ ٬ سولييز او خپلواكه رياست په توګه ليدل غواړي۔ د افغانست??ن د روغتيا وزير ډاکټر فېروز د روغتون په جوړولو د پاكستان مننه كولو سره ووئيل د روغتيا په څانګه د پاكستان مرسته ډېره مهمه ده او په دې لړ كښې لوګر كښې د 100 بسترو امين الله خا?? روغتون هم د پاكستان په مرسته جوړ كړې شوې دې په كوم چې 19 ملينه ډالر مصرف كړې شوې دي۔ دغسې جلال آباد كښې نشتر كډني سنټر هم جوړ كړې شوې دې۔ دستورې ته خپل خطاب كښې افغانستان كښې د پاكستان سفير زاهد نصر الله خا?? ووئيل چې جناح روغتون د پاكستان يو فلېګ شپ منصوبه ده كومه چې د پاكستان لخوا د افغانستان تعمير او پرمختګ له د يو ارب ډالرو منصوبې برخه ده۔ ده ووئيل پاكست??ن د خپلې پالېسۍ ترمخه افغانستان سره د اړيكو لا مستحكم او پراخا كولو سره سره ددواړو هېوادونو ترمينځھ رابطو كښې د زياتوالي مقصد ترلاسه كولو عزم لري۔
د پاكستان په مرسته كابل كښې د جوړ شوي محمد علي جناح روغتون پرانسته ٬ د افغانستان دوهم اولس مشر محمد سرور دانش ٬ د پاكستان د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان او د افغانستان پبلك هېلت وزير ډاكټر فېروز الدين فېروز د روغتون پرانسته وكړه
مضمون کا ماخذ : تعداد بہت زیادہ ہے۔