اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) د اقتصادي چاور وفاقي وزير سردار اياز صادق سره پاكستان كښې د امريكې سفير ډونلډ بلوم د زيارت په ورځ ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال وفاقي وزير ووئيل پاكستان امريكې سره د پخوانۍ همكاري لري او مونږ امريكې سره خپلو اړيكو ته وده وركول غواړو۔ د دې نه وړاندې وفاقي وزير د سفير تود هركلے وكړو۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ وفاقي وزير ووئيل د سېلاب ځپلو په مرسته كولو د يو اېس اېډ مننه كوٶ۔په دې موقع د امريكې سفير ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه ښې اړيكې امريكې سره سره پاكستان لپاره هم مهمې دي٬ مونږ تجارت٬ سرمايه کاري، توان، تعليم او د معيشت څانګو پلو زياته پام لرنه كوو ۔سفير پاکستان كښې د سېلاب له امله په ځائي زيان او په لويه كچه په شوې تباهۍ د افسوس څرګندونه وكړه۔ سفير ووئيل امريكا به په موسمياتي لحاظ سره بيا تعمير له مرسته كوي
وفاقي وزير سردار اياز صادق سره د امريکې سفير وليدل
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے لائیو نتائج