اسلام آباد 18 فروري (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند محمد حفيظ چوهدري وئيلي دي د ګڼو هېوادونو بهري مشقونو امن 21 كښې د 42 هېوادونو ګډون سيمه ايز او نړيوال امن لپاره د پاكستان د عزم او هڅو څرګندونه ده٬امن 21 مشقونو د پاكستان په ضد د هند پروپیګنډا په هم مسترد كړې ۔د زيارت په ورځ په اوونيز بريفنګ كښې وياند ووئيل د هند لخوا د نوي ډېلي څخه د مېشته سفارتكارو د مقبوضه جمو كشمير ګائيډډ دوره د نړيوالې ورورولۍ ګمراه كولو ھڅه ده۔د دې ډول ګائيډډ دورې مقصد مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو نه نړيوال پام بل پلو كول او د نړيوالې ورورولۍ په پرانستو سترګو لاس اېښودل دي۔وياند ووئيل د غېر ملكي سفارتكارو ټولو سيمو ته رسېدو او كشميري اولس او سول سوسائټي سره په آزاد چاپېرچل كښې د تماس نيولو نه غېر دا دوره هېڅ معنې نه لري۔وياند ووئيل هند دې د بشري حقونو هائي كمشنر٬د ملګرو ملتونو مبصرينو او د او آئي سي د بشري حقونو آزاد مستقل كمېشن د نړيوالو بشري حقونو او سول سوسائټۍ تنظيمونو او نړيوالې مېډيا ته د مقبوضه كشمير دورې كولو اجازه وركړي دغسې چې هغوي د زمكيز صورتحال جاج واخلي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل هند دې پاكستان كښې د خپلو مذهبي ځايونو دوره كولو كښې خوښي لرونكو سيكھ ياتريانو ته د دوي د منع كولو په ځاے آسانۍ وركړي۔د پاكستان لخوا د كرتارپور راهدارۍ پرانستلو اقدام ذكر كولو سره هغه ووئيل پاكستان سيكھ ياتريانو ته د دوي د مذهبي ځايونو دورې كولو له آسانۍ وركړي۔د افغان امن عمل په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل پاكستان غواړي چې افغانستان كښې د تل پاتې امن په لړ كښې تر دې دمه شوے پېشرفت او تسلسل برقرار وساتلے شي۔هغه ووئيل افغانستان كښې دې ټولې ډلې تل پاتې امن ته د رسېدو موقعو نه ګټه پورته كړي۔وياند ووئيل وزيراعظم به د روانې مياشتې په پايه كښې د سري لنكا دوره كوي۔هغه ووئيل دا مهال دواړه فريق د كووېډ 19 پروټوكول تر مخه په پروګرام كار كوي۔
بحري مشقونو امن 21 كښې د 42 هېوادونو ګډون سيمه ايز او نړيوال امن لپاره د پاكستان د عزم او هڅو څرګندونه ده۔د خارجه دفتر وياند
مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ