اسلام آب??د 06 مئي (اے پي پي) وزيرِاعظم عمران خان په آزاد کشمير او ګ??ګت بلتستان كښې د کرونا ځپليو كورنيو ريليف لپاره د هلو ځلو ستائنه كولو سره وئيلي دي د ريليف په هلو ځلو كښې د خېر ښګړې د ادارو او د شتمندو كسانو بشپړ ګډون د ډاډ وړ دے،د پاكستاني قام په هر سخت وخت كښې د ثابت قدمۍ مظاهره كړې او د انسانيت خدمت سره ئې د خپلو وطن والو مرسته كړې ۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د شورو په ورځ د كشمير او ګ??ګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور سره كړې چا چې د كشمير آرفن ريليف ټرسټ (كورټ) چيئرمېن چوهدري محمد اختر د روپاني فاٶنډېشن كنسلټنټ صباح الدين او بوسټن سره تعلق لرونكې د تحريك انصاف لارښود عاطف خان سره د وزيراعظم عمران خان سره ملاقات كولو۔ د کشمير آرفن ريليف ټرسټ چئيرمېن چوهدري محمد اختر وزيراعظم ته ووئيل د كورټ لخوا آزاد کشمير او ګ??ګت بلتستان كښې د كرونا ځپليو بې وسه او مستحقو كسانو ريليف په لړ كښې تر اوسه شل زره كورنيو ته راشن او د خوراك څښاك نور سامان ??رك??ے، دا شمېره به يو په دوه زياتولې شي۔ دغسې د روپاني فاٶنډېشن لخوا هم ګ??ګت بلتستان كښې شل زره كورنيو له ريليف ??رك??ے شوے او دا هلې ځلې لا زياتولې شي۔ د تحريك انصاف بوسټن لارښود عاطف خان وزيراعظم په امريكا كښې د مېشته پاكستانيانو لخوا كرونا ريليف فنډ كښې د عطياتو وركولو او د ريليف د نورو هلو ځلو نه خبر كړو۔ د كشمير او ګ??ګت بلتستان چارو وفاقي وزير وزيرِاعظم په آزاد کشمير او ګ??ګت بلتستان كښې د كرونا ريليف د بېلا بېلو هلو ځلو نه خبر كړو۔دغسې وزيراعظم د کورټ او روپاني فاٶنډيشن د خدمات ستائنه وكړه۔
د وزيراعظم عمران خان د ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور سره خبرې
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ