اسلام آباد 18 جنوري(اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق په مشرۍ كښې د رېلوے وزارت يوه د اعلٰی پاې غونډه شوې ۔په دې مهال وفاقي وزير د ملازمت څخه رېټارډ شوي سېكرټري/د رېلوے چيئرمېن ظفر زمان رانجها خذمات وستائېل۔په دې موقع خواجه سعد رفيق ووئيل د رېلوے افسران دې د ظفر زمان رانجها اعلٰی خذمات څخه زده كړه وكړي۔په غونډه كښې د رېلوے پنځه كاله بزنس پلان هم جاج واخستلے شو كوم به چې سپريم كورټ آف پاكستان كښې وړاندې كولې شي۔په ګوادر كښې د پاكستان رېلوے دفتر جوړېدو په اړه په پېشرفت هم خبرې وشوې۔وفاقي وزير په رېلوے ټريك د انجينئرنګ خنډان اخوا كولو لپاره ايكشن پلان وغوښتلو ځكه چې د دې په سوب د سروس په رسنه كښې تاخير رامخې ته كېږي۔دغسې د رېلوے آپرېشنز٬سروس ډيليوري او د مسافرو آسانيو ښه والي په اړه په ګڼو نورو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه او اړوندو محكمو ته زر د اقدامات امر وشوو۔
د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق په مشرۍ كښې غونډه
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد