اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي)د كورنيو چارو وزارت د محرم په مهال په صوبائي حكومتونو٬آزاد جمو كشمير او ګلګت بلتستان كښې د سول آرمډ فورسز تعينات كولو پريكړه كړې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان په مشرۍ كښې د محرم په مهال د امن او امان په اړه د كورنيو چارو وزارت كښې خاص غونډه وشوه۔په غونډه كښې د كورنيو چارو وفاقي سېكرټري يوسف نسيم كهوكهر٬داخله سپېشل سېكرتري٬د پنجاب چيف سېكرټري او د اېف سي كمانډنټ ګډون كولو۔دغسسې ا سلام آباد چيف كمشنر٬د اسلام پوليس ډي آئي جي آپرېشن او نورو قانون نافذ كوونكو ادارو استازو هم غونډه كښې ګډون كولو۔په غونډه كښې د څلورو صوبو پشمول د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان پوليس آئي جي او سېكرټري هوم د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔په غونډه كښې په محرم كښې امن او امان باوري كولو او مجلسونو او جلوسونو امنيت په اړه مهمې پريكړی وشوې۔د امنيتي صورتحال څارنې لپاره به د كورنيو چارو په وزارت كښې كنټرول روم جوړولے شي۔د جلوسونو لارو لپاره به خاص امنيتې ډلې جوړولې شي۔په سوشل مېډيا د كركجنو موادو به سخته څارنه كولې شي۔په غونډه كښې د مجالس وختونو په مهال په 9م او 10م محرم په ورځ د لوډشېډنګ نه كولو سفارش هم شوے ۔د كورنيو چارو وزير رانا ثناﺀ الله ووئيل د محرم په مهال به امن او امان په هر صورت باوري كولې شي۔ده ووئيل د خلاف ورزۍ كوونكو په ضد به قانون نافذ كونكې ادارې سخت ايكشن اخلي۔
د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله په مشرۍ كښې غونډه٬د محرم په مهال صوبائي حكومتونو٬آزاد جمو كشمير او ګلګت بلتستان كښې سول آرمډ فورسز د تعينات كولو پريكړه
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی قانونی حیثیت