اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي په لږ وخت كښې د برېښنا لوډشېډنګ بشپړه خاتمه د حكومت اولنۍ ترجيح ده٬حكومت د دې مقص?? ترلاسه كولو له تېرو دريو كلونو كښې تندۍ سره كار روانت كړې او مطلوبه هدف ترلاسه كولو له ټول بنيادي كار بشپړه شوې٬لوډشېډنګ فري پاكستان لپاره په سم پلو روان يو۔ ده دا خبره د ګل په ورځ د توان په اړه د كابينه كمېټۍ غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ د اوبو او برېښنا سېكتر غونډه د سږ كال په مهال د درجه حرارت تندۍ سره د زياتېدو او د اوبو ذخيرو كچې ټيټېډو او د برېښنا طلب كښې د زياتوالي په اړه خبر كړه۔ غونډې ته ووئېلي شو چې د كال 2017 تر پايې به 5710 مېګاواټ برېښنا نظام كښې شامل كړې شي۔ غونډه كښې په ګردش?? قرضو٬ وصوليو او د لائن خساره جات په مسئلو هم بحث وشو۔وزيراعظم ووئيل چې 8 زره مېګاواټ څخه زيات نوې پیداوار او جون 2018 څخه وړاندې نېشنل ګرډ كښې شامل كېدو سره مونږ لوډشېدنګ فري پاكستان لپاره په سمه لار روان دې۔ده ووئيل چې حكومت نه يوازې هېواد كښې د توان كمبوت لرې كولو ته پام كړې بلكې د سباؤن ضروريارت پوره كولو له هم لوظي يو۔ وزيراعظم د كار معيار او استعدا?? تر نظر لاندې نيولو سره د برېښنا پروژې زر تر زره بشپړولو سپارښټنه وكړه۔ده د صارفينو آسانيو لپاره د بېل سركاري ادارو ترمينځه د رابطې زياتولو هم سپارښتنه وكړه۔ده ووئيل چې د روانو پروژو بشپړولو له د ټاكلې وخت په اړه به هېڅ بې??وري زغملې نه شي۔د توان په اړه كابينه كمېټۍ د كورونو٬صنعتي او تجارتي صارفينو لپاره د ګيسيفائيډ ليكيوئډ نيچرل ګيس(آر اېل اېن جي)نوې كنكشنو منظوري هم وركړه۔د توان په اړه د كابينې كمېټۍ سفارش به توثيق له د وفاقي كابينې راتلونكې غونډې ته وړاندې كولې شي۔غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار٬د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف٬د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال٬د پنجاب اعلی وزير شهباز شريف او مشرانو چارواكو هم ګډون كولو
په لږ وخت كښې د برېښنا لوډشېډنګ په بشپړه توګه ختمول د حكومت اولنۍ ترجيح ده
مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون