نيويارك 19 ستمبر(اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې پاكستان به د مقبوضه كشمير د اولس د خپلواكې حق لپاره د روانو سوله ايزو هڅو اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ جاري ساتي۔ د اتوار په ورځ نيويارك ته د رسېدو نه سمدستي وروستو د پ??كستانې ټولنې غړو سره په خبرو كښې وزيراعظم د دې عزم پخلې وكړو چې د كشمير د مسئلې حل د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې ممكن دے۔ ده ووئي?? چې د مقبوضه كشمير اولس د ازادې هڅې په كاميابې سره خپلو څو نسلونو ته منتقل كړې دي او اوس كشميري ځوانانو د ازادې په تحريك كښې نوې جوش او جذبه شامله كړې ده۔ ده ووئي?? چې بايد هند دا حقيقت ومني چې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزې په سمدستي توګه ختمول ضروري دي۔ هند ته به دا هم منل وي چې د كشميري اولس د رائې دې احترام وكړې شي۔ وزيراعظم ووئي?? چې نننۍ پاكستان د كال 2013م په مقابله كښې څو چنده بهتر دے۔ پاكستان په نړۍ كښې د قوي هې??اد مقام ترلاسه كړے۔ وزيراعظم ووئي?? چې پاكستان د اسيا په تندې سره د پ??مختګ كوونكو معيشتونو په صف شامل دے ا?? نړيوالې ادارې هم د دې اعتراف كوي۔
د كشمير د مسئلې حل د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې ممكن دے
مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔