اسلام آباد 06 اپريل (اے پي پي) د روسيې خارجه وزير سرګئے لاروف د نهې په ورځ پلاوي سره پاكستان ته په دوره ورځنۍ دوره اسلام آباد ته راورسېدو۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي په هوائي مېدان د روسيې خپل هم څنګ تود هركلے وكړو۔ په روس كښې د پاكستان سفير شفقت علي خان او د خارجه وزارت سينئر افسران هم په دې موقع خارجه وزير سره وو۔ د روسيې خارجه وزير سرګئے لاروف به د شورو په ورځ خارجه وزارت ته ځي۔ په خارجه وزارت كښې به د پاكستان او روسيې ترمينځه د پلاوو په كچه مذاكرات كېږي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي به د پاكستاني پلاوي او د روسيې خارجه وزير سرګئے لاروف د روسيې پلاوي مشري كوي۔د روسيې خارجه وزير به وزيراعظم عمران خان او نورو اعلٰی مشرانو سره هم ملاقاتونه كوي۔
مضمون کا ماخذ : loteria estadual