اسلام آباد۔19نومبر(اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني وئيلي دي كوم وزارتونو چې پوښتنې لري د هغې چارواكي بايد د پوښتنو دمې په مهال په ايوان كښې ناست پاتې شي۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سېنېټ چيئرمېن سېكرټرېټ ته هدايت وكړو چې د كومو وزارتونو په اړه پوښتنې په ايجنډا كښې موجود دي آيا د هغې چارواكي راغلې دي ٬ په دې اړه دې فهرست وړاندې كړې شي۔ وزير مملكت علي محمد خان ووئيل د ځينې وزارتونو چارواكو ماته او ځينې نورو د پارليماني چارو صلاحكار بابر اعوان ته بريفنګ وركړې دې چې هغوي په چېمبر كښې ناست دي۔ په دې چيئرمېن ووئيل چارواكي دې په چېمبر كښې د ناستې كولو په ځائې ايوان ته راتللو سره نوټس واخلي او د غونډې تر پايې دې رسېدو خپل شتون باوري كړي۔
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2