اسلام آباد۔25مئی (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي تېر مالي كال جولائي نه تر اپرېل مياشتې ګرځنده خساره 449 اربه روپۍ وه كومه چې د روان كال دومره موده كښې 260 اربه پاتې شوې د۔ په ګرځنده خساره كښې 189 اربه روپۍ كمے رامخې ته شوے۔ د نهې په ورځ خپل يو ټويټ كښې وفاقي وزير اسد عمر ووئيل د روان كال ګرځنده خساره د پاكستان مسلم ليګ (ن) حكومت ورستي كال ګرځنده خسارې په مقابل كښې 100 اربه نه د كمې پاتې كېدو امكان دے۔ دا د توان څانګې كاركردګۍ كښې د بهترۍ ٬ د ګرځنده قرض تندۍ سره د زياتېدو مخنيوي ٬ د سختې خوارۍ ٬په تجزياتي شمېرو د اډانه فېصله سازۍ او د طاقتورې اشرافيه خپلو كښې د يو كېدو د مخ نيوي نتيجه ده۔ هغه ووئيل د (ن) ليګ حكومت ناوړه پرېكړو د لاسه په کپېسټی پېمنټس كښې په لويه كچه د زياتوالي باوجود ګرځنده قرض كښې د (ن) ليګ وروستي كال حكومت په مقابله كښې زياته بهتري رامخې ته كېدل يوه لويه كاميابي ده۔ د وزيراعظم عمران خان حكومت كاركردګي پرله پسې ښه كېږي او په هره يوه څانګه كښې د مسلم ليګ (ن) نه په ميراث كښې د پاتې شوي كمي ازاله كولې شي
په كپېسټي پېمنټس كښې په لويه كچه د زياتوالي باوجود د روان كال ګرځنده خساره د (ن) ليګ حكومت وروستي كال په مقابل كښې 100 اربه نه د كمې پاتې كېدو امكان دے۔ وفاقي وزير اسد عمر
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha