اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي د سركاري ادارو كاركردګي او خدمات موثره كولو لپاره په هېواد كښې د نالج اكانومي او ډېجيټلائزېشن په وده زور راوړلو سره وئيلي دي د پاكستان صلاحيتونه او وسيلې په سم لوري كارولو لپاره حكومت سنجيده اقدامات كوي. ده دا خبرې د هواوے پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د كمپنې د مېنځني ختيځ نائب صدر لي شيانګ يو په مشرې كښې د ګل په ورځ صدر سره په ايوان صدر كښې ملاقات كولو. په دې موقع د سائنس او ټېكنالوجې سېكرټري ډاكټر ارشد محمود، د تعليم او وظيفه اي تربيې وفاقي سېكرټري فرح حامد، د آئي ټي وزارت اېډيشنل سېكرټري علي شېر محسود او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو. په ملاقات كښې د وزيراعظم د سائنس او ټېكنالوجي د ټاسك فورس چيئرمېن ډاكټر عطا الرحمان د وېډيو لنك د لارې ګډون كولو. په دې موقع د هواوے نائب صدر په پاكستان كښې د آئي ټي په اړه د مهارتونو په وده كښې د هواوے د كردار په اړه پرېزنټېشن وركړو. ده ووئيل هواوے د كال 2018م نه تر كال 2020م لس زره ملازمتونه وركولو او حكومت ته د 12 كروړه ډالرو ټېكس ادا كولو د لارې د پاكستان په معيشت كښې خپل كردار ترسره كړے. كمپنې د قدرتي آفتونو په مهال ريليف لپاره د حكومت په هڅو كښې هم 60 لكه ډالره خرڅ كړي. كمپنې د پاكستان انفارمېشن اېنډ كميونيكېشن ټېكنالوجې ټېلنټ لپاره په كال 2020م كښې 10 زره سرټيفكېشنز وركړي. ده ووئيل هواوے به د آئي ټي وزارت سره په ګډه د ډېجيټل پاكستان اقدام له مخې 1000 سركاري ملازمانو له تربيه وركوي. صدر په دې لړ كښې د هواوے اقدامات وستائل. ده ووئيل جديد آئيډياز رامخې ته كولو نه علاوه د ډېجيټل پاكستان وژن زر عملي كولو لپاره دې هواوے سره مرسته زياته كړې شي.
د صدر ډاکټر عارف علوي په مشرۍ كښې د ټيلي هيلتھ په بابله غونډه
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت