اسلام ??باد 11 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي حکومت اولسي او سماجي پرمختګ له هر ممكنه ??څې كوي۔ پارلماني غړي دې خپلو حلقو كښې د روانو پرمختيائي منصوبو په وخت ترسره كېدل باوري كړي۔ ده دا خبره ساهيوال ډويژن سره تعلق لرونكو د مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړو سره ملاقات كښې وكړه چا چې د ګل په ورځ وزیر اعظم آفس كښې ده سره ملاقات وكړو او ده سره ئې خپلو خپلو حلقو كښې د روانو پرمختيائي منصوبو په اړه د خيالاتو څرګندونه ??كړه۔ وزیر اعظم په ټاكلې نمائندګانو زور راوړو چې دوئي دې اولس سره نزدې رابطه لري او ددوئي مسئلو حل له دې خپل كردار ترسره كړي۔ وزيراعظم سره ملاقات كوؤنكو كښې د قامي اسمبلۍ غړو كښې نديم عباس ربېرا ٬ چوهدری ریاض الحق، سید محمد عاشق حسین شاہ، راؤ محمد اجمل خان?? محمد معین وټو، سید عمران احمد شاہ ، چوهدر?? محمد اشرف، چوهدر?? محمد طفیل ،چوهدر?? محمد منیر اظهر ، سردار منصب علی ډوګر، سید محمد اطهر حسین شاہ جیلانی او رانا زاهد حسېن شامل و۔ ملاقات كښی د پارلماني چارو وفاقي وزير شېخ آفتاب هم موجود و۔
حکومت اولسي او سماجي پرمختګ له ټولې ممكنه هڅې كوي
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان