پېښور 21 فروري (اے پي پي) د چارسدې تنګي تحصيل د كچهرو په تنبه د ترهه ګرو بريد ٬ 7 كسان شهيدان٬ 15 ټپيان او درې ترهه ګر هم وژلې شوي دي ۔ د چارسدې ضلع ډي پي او سهېل خالد له مخې د نهې په ورځ ځانمرګي بريد كوونكو د كچهرو په تنب?? خپل ځان والوزولو او دوه ترهه ګر د پوليسو په ډزو ووژل شول۔ د ډي پي او له مخې امنيتي اهلكارو سيمه محاصره كړې او د مرستې كاروائۍ ئې پېل كړې او ژوبل شوي كسان ئې نزدې روغتون ته رسولې شوي ۔ د روغتون انتظاميې له مخې په ژوبل شوو كښې اندېښمن كسان د پېښور لېډي ريډنګ روغتون ته منتقل كړې شوي۔ ډي پي او ووئيل مېړنو پوليس اهلكارو د خپلو ځانونه په قربانو د ترهه ګرو كچهرو ته د ننوتو هڅه ناكامه كړې ده ٬ د س??ګونو په شمېر?? ځانونه بچ كړې شوي۔ د يادونې ??ړ ده د تنګي تحصيل پوله مومند اېجنسۍ سره پېوست ده۔
مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم