کراچی ۔2جنوری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د سندھ اولس د صحت كارډ سهولت څخه محرومه دې۔ د سندھ اعلی وزير او پي پي پي د سندھ اولس څخه د كومې خبرې بدله اخلي؟ شهباز شریف د نواز شریف راستنېدو لپاره بيان حلفي جمع كړې وو او نوازشريف راستون نه شو ، د نواز شریف بېرته رواستلو له اټارني جنرل ته وئيلي شوي دي چې هغه دا معامله د عدليې په وړاندې پورته كړي ، په فنانس بدلون بل ټول اتحادي ګوندونه مونږ ??ره دي۔ د اتوار په ورځ ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل پنجاب كښې د صحت كارډ سهولت وركړې شوې دې۔ هغه ووئيل د سندھ وګړو ته د صحت كارډ سهولت وركولو له سندھ حكومت بايد پروګرام كښې شامل شي٬ په پنجاب، خېبر پختونخوا، کشمیر او ګلګت بلتستان كښې دا پروګرام پېل شوې دې ، په بلوچستان كښې هم دا م??صوبه پېل كېږي۔ هغه ووئيل په راشن پروګرام كښې هم سندھ برخه نه اخلي۔ د سندھ حكومت د لاسه د سندھ وګرو ته دا آساني ترلاسه نه ده۔ هغه ووئيل دا نه ده معلومه چې وزيراعلی سيد مراد علي شاه او پي پي پي د سندھ اولس نه د كومې خبرې بدله اخلي۔ وفاقي وزير ووئيل د هېواد عمومي وضعه مخ په ښه كېدو ده ٬ فنانس (بدلون) بل قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړې شوې دې ٬ هيله ده چې 15 څخه تر 20 جنورۍ به دا بل منظور كړې شي۔ هغه ووئيل آئی اېم اېف پروګرام سره به پاكستان كښې معاشي وضعه لا ښه شي٬ د روپۍ په قدر استحكام رامخې ته كېږي٬ په پاكستان كښې دننه ګراني په نړيواله منډۍ كښې د بيعو زياتېدو له كبله ده۔ تېل ٬ غوړي او دالونه د بهر نه درآمد كولې شي۔ هغه ووئيل مونږ ?? كركيلې څانګې ته خصوصي پاملرنه كړې۔ زمونږ ?? پنځه فصلونو تاريخي پېداوار شوې۔ 1100 اربه روپۍ رورل اکانومی ته منتقل كړې شوې دي۔ 100 سترو كمپنيو د 929 اربه روپو منافغ ښودلې ده ٬ د ميډيا هاؤسز په منافع كښې هم 33 نه 40 فیصده اضافه شوې ده۔ د دومره منافعې باوجود ميډيا هاؤسز او كمپنيو د خپلو ملازمينو په تنخا كښې اضافه نه ده كړې۔ هغه ووئيل د پاكستان معيشت د 5 فيصده شرحې سره ترقي كوي٬ پاكستان په زړه پورې ډول د كورونا م??ابله وكړه۔ په امريكا كښې تېره اونۍ 2500 فلائیټس منسوخ شول ٬ دلته صورتحال په زړه پورې دې۔ هغه ووئيل مونږ وګړو ته وېړيا وېكسين ولګول او دې لپاره چې كوم هدف ټاكلې شوې وو د لوئې څښتن په فضل ترسره كړې شو۔هغه ووئيل كه لويې څښتن ته منظور وي نوې كال به د پاكستان د پرمختګ كال وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل شهباز شریف د نواز شریف راستنېدو لپاره بيان حلفي جمع كړو او نوازشريف راستون نه شو ، د نواز شریف بېرته رواستلو له اټارني جنرل ته وئيلي شوي دي چې هغه دا معامله د عدليې په وړاندې پورته كړي۔ هغه ووئيل د درېش كلونو نه راروان ناوړه نظام په درې كال كښې سمېدې نه شي۔ هغه ووئيل تېرو حكومتو انډسټري تباه كړه۔ د كال 1947ء نه تر كال 2008 زمونږ قرضه 6 ټريلين وه ٬ د 2008 نه تر كال 2018 دا 23 ټريلين ته ورسېده۔ مونږ 32 اربه ډالره قرضه بېرته وركړې ده۔ په 5 كلونو كښې په مجموعي توګه 55 اربه ډالره قرضه بېرته وركول دي۔ دا هغه قرضه ده كومه چې د تېر دور واكمنو اخستې ده۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل مونږ ?? ادارو په آزادۍ او خپلواكۍ باور لرؤ۔ د اسټېټ بېنک آزادی د پاكستان په ګټه ده۔ هغه ووئيل د تېل د بيعې تعين اوګرا كوي٬ كه په نړيواله منډۍ كښې بيعې ټيټې شوې نو مونږ ??ه هم ټيټې كړؤ۔ هغه ووئيل كله چې د تېلو بيعې سوا كېلي نو په ميډيا هېډ لائنز خپورلې شي او كله چې كمېږي نو بيا م??ډيا غلې وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل دا م??ال په ګرده نړۍ كښې د يوريا قيمت د بورۍ په سر 10 زره روپۍ دې ٬ په پاكستان كښې د دې قيمت د 17 سوه نه تر 2000 روپۍ دې۔ هغه ووئيل كه د يوريا يو ټرك بهر لاړ شي نو دې سره 72 نه 78 لکه روپۍ ګتلې كېدې شي۔ هغه ووئيل كله هم چې د كوم څيز بلېك ماركيټنګ وي نو په سندھ كښې د دې طلب سوا كېږي۔ هغه ووئيل د پاكستان په تاريخ كښې تېر كال د يوريا تر ټولو زيات پېداوار وشو
د سندھ اولس د صحت كارډ سهولت څخه محرومه دې۔ د سندھ اعلی وزير او پي پي پي د سندھ اولس نه د كومې خبرې بدله اخلي؟ د وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ميډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔