اسلام آباد 13 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب وئيلي دي حکومتي غړي او اتحاديان به په ګډه د زيارت په ورځ ضمني مالياتي بل منظوروي٬ اپوزيشن به پاتې راځي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پارلماني پارټۍ د غونډې نه پس ميډيا سره په غېر رسمي خبرو كښې كړې۔ ده ووئيل اپوزيشن وائي چې مونږ به ضمني مالياتي بل منظورۍ ته نه پرېږدو٬ نن به مخالفه ډله بيا پاتې راځي۔ ده ووئيل ضمني فنانس بل څخه به په عام وګړي هېڅ اثر نه پرېوځي، د عام وګړي متاثره كوٶنكو څيزونو په ټېكس بيا نظرثاني شوې۔ ده ووئيل بل به معيشت ته دستاوېزي شكل وركولو له مرستياله وي۔ وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل شهباز شريف دې چمتو شي اوس به هغه له حساب وركول وي،د شريفې كورنۍ ځينې خلق تښتېدلي او ځينې د عدالتونو د نيټو شاته پټېږي
مضمون کا ماخذ : جادوئی اسپن