اسلام آباد22 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د روشن ديجيټل اكاؤنټس شمېره كښې زياتوالے بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو د حكومت په پالېسو د باور عكاسي ده ۔ده دا خبره د سټېټ بېنك ګورنر رضا باقر سره په خبرو كښې كړې چا چې د شورو په ورځ ده سره ملاقات كړے۔په دې مهال د سټېټ بېنك ګورنر وزيراعظم له د معاشي بحالۍ٬روشن ډيجيټل اكاؤنټ او په كرنټ اكاؤنټ بريفنګ وركړو۔ده ووئيل په مجموعي توګه بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو تراوسه 2 لكه 4 زره روشن ډيجيټل اكاؤنټ پرانستلې۔ده ووئيل د اكاؤنټ په شمېره كښې د ورځې په بنياد په زړه پورې زياتوالے روان دے۔د سټېټ بېنك ګورنر ووئيل روشن ډيجيټل اكاؤنټ كښې تراوسه د بهرنو هېوادونو څخه 2.3 ارب ډالره رالېږلې شوي
مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا