استنبول۔25 نومبر(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف په دوه ورځنۍ سركاري دوره د جمعې په ورځ تركيه ته ورسېد۔ په استنبول نړيوال هوائي ډګر دوهم ګورنر محمود حرسانلي اولو ٬ اعلی ترك سول او عسكري چارواكو او پاكستاني سفارتكارو وزيراعظم ته هركلې ووې۔ وزيراعظم د ترك صدر رجب طيب اردوان په بلنه دا دوره كوي۔ د اعلی كچې يو پلاوې هم وزيراعظم سره دے۔ وزیراعظم شهباز شریف او صدر رجب طیب اردوان به استنبول شپ یارډ كښې پاك سمندري پوځ لپاره په څلورو ملجم کاروېټ جهازونو كښې د درېم جهاز پي اېن اېس خېبر پرانسته كوي۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه په ګډه مرسته اډانه ملجم منصوبه د پاك – ترك په استراتيجيكي همكارۍ كښې د يو مهم سنګ ميل حېثيت لري۔ دې نه وړاندې پاك سمندري پوځ لپاره د اولني كاروېټ ٬ پي اېن اېس بابر لانچنګ دستوره د تېر كال اګست مياشت كښې په كراچۍ كښې وشوه۔ دواړه لارښود به په دوه اړخيزه اړيكو ٬ سيمه ايز صورتحال او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه او د ګډې خبري كنفرنس ته خطاب كوي۔ د خپلې دورې په مهال به وزيراعظم د تركيه سوداګرې ورورولۍ پلاوي او د اي سي او ټرېډ اېنډ ډوېلپمنټ بېنك صدر سره ملاقات هم كوي۔
وزيراعظم شهباز شريف په دوره ورځنۍ سركاري دوره تركيه ته ورسېد
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر