اسلام آباد۔10جون(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر او د سېنېټ چيئرمېن د پېټرول خرڅونو تر 40 فيصده كمولو پرېكړه كړې ۔ د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې بجټ او د پارليمان د دواړو ايوانونو د روانو غونډو او قانون سازۍ په اړه خبرې وشوې۔ سپيكر راجه پروېز اشرف ووئيل هېواد دا مهال معاشي ستونزو سره مخ دے ٬ سياسي مشرتابه له به په ګډه ددې بحران نه وتلو له تګلاره مرتب كول وي۔ ده ووئيل په دې سختو حالاتو كښ كفايت شعاري خپلول زياته ضروري ده ۔ د ېټرول په مد كښې د 40 فيصده كمي اطلاق به په سپيكر دوهم سپيكر ٬ د سېنېټ چيئرمېن او دوهم چيئرمېن ٬ نورو اعلی عهدېدارو او د دواړو ايوانونو د قائمه كمېټۍ په چيئرمېنانو وي
مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن