اسلام آباد۔20مارچ(اے پی پی) په پاكستان كښې د امريكې سفير ډونلډ بلوم وئيلي دي اقتصادي پرمختګ ته وده وركول او د امريكې او پاكستان ترمينځه ??جارت او سرم??يه كارۍ كښې زياتوالي ته د امريكې حكومت پام لرنه كوي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په اسلام آباد ??ښې د امريكائي سفارت لخوا په دوه ورځنۍ” یو اېس پاکستان انووېشن اېکسپو” كښې ګډون كوؤنكو ته خپل خطاب كښې وكړه۔ د اېكسپو مقصد د امريكې حكومت په مرسته د فعاله كړې شوو نوو پاكستاني كارباري لړو (سټارټ اپس) كاميابۍ په ډاګه كول او دې لپاره د نورې سرم??يه كارۍ ډاډګيرنه كول وو۔ د ګل په ورځ د امريكې سفارت لخوا د جاري شوي پرېس ر يليز له مخې د پرانستې خپل خطاب كښې امريكائي سفير ډونلډ بلَوم ووئيل اقتصادي پرمختګ ته وده وركول او د امريكې او پاكستان ترمينځه ??جارت او سرم??يه كارۍ كښې زياتوالے ته د امريكې حكومت پام لرنه كوي ۔سفير ووئيل پاكستان بلها صلاحيتونه لرونكے هېواد دے خو د كاميابۍ وړاندې پړاؤنو ته رسېدو لپاره به اختراع او ټېكنالوجۍ ته وده وركول وي۔ ده ووئيل د كال 2012 څخه تر دې دمه امريكائي سفارت د ایک کروړ 47 لكه ډالرو ماليت 181 څخه زياتو كاروباري منصوبو كښې مالي مرسته كړې۔ دا خبره دې ښكاره وي امريكائي سفير سره په دستوره كښې ګډون كونګے خاص مېلمه د اګنائټ نېشنل ټېکنالوجی فنډ چیف اېګزېکټو آفیسر عاصم شهریار ؤ ۔ د نېشنل انكيوبېشن سېن??ر پراجېكټ ډائرېك??ر پروېز عباسي نمائش د پاكستان او امريكا ترمينځه ?? همكارۍ او تجارت د پراخه امكانات عكاسي كوؤنكے وګرځولو۔ په دې اېكسپو كښې ګډون كوؤنكو پلاويو هيله ولرله چې دې سره ??ه د پاكستان او امريكې ترمينځه ??جارت لا وده ومومي۔
د امريكې او پاكستان ترمينځه تجارت او سرمايه كارۍ كښې زياتوالے ته د امريكې حكومت پام لرنه كوي ٬ امريكائي سفير ډونلډ بلوم
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری انعامات