سمرقند 16 ستمبر (اے پي پي)پاكستان او آذربائي??ان سياسي٬اقتصادي٬ توان٬دفاع٬تعليم او د اولسي كچې رابطو پشمول په بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو د عزم كړې پخلې كړې۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د جمعې په ورځ په سمرقند كښې د شنګهائي مرستې تنظيم مشرانو غونډې په موقع د آذربائي??ان صدر الهام عليوف سره ملاقات كړی۔وزيراعظم په د?? موقع د پاكستان سره د مرستې او يو والي سره سره د سېلاب ځپليو لپاره په مالي مرسته كولو د آذربائي??ان مننه كړې ده۔ده ووئيل پاكستان ته د?? آفت سره د ماحولياتي بدلون په وجه مخ شوې ٬د دې نړيوالې خطر مخنيوي لپاره د?? نړيواله ورورولي په سمدستي توګه اقدامات وكړي۔وزيراعظم ووئيل چې د پاكستان او آذربائ??ان سره مثالي اړيكې لري كوم چې شريك تاريخ٬عقيدې او كلتور سره تړلې دي۔وزيراعظم په نګور نوكارا باخ د پاكستان لخوا د آذربائي??ان د اصولي ملاتړ پخلې كولو سره د دې مقبوضه سيمو آزادۍ كښې په تاريخي كاميابۍ مباركي وركړه۔وزيراعظم د آرمينيا په بريد كښې د 71 آذري ځواكونو په شهادت هم د غمرازۍ څرګندونه كړې۔وزيراعظم د نړيوال قانون له مخې او د دې د سيمه ايز سامليت تحفظ كښې د آذربائي??ان د خپلې د دفاع د حق د ملاتړ پخلې كړې۔د خپلو دوه اړخيزه اړيكو جائزه اخستلو سره دواړو مشرانو د سياسي٬اقتصادي٬ توان٬دفاع٬تعليم او د اولسي كچې رابطو پشمول په بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو د عزم پخلې وكړو۔وزيراعظم د تجارت٬سرمايه كارۍ٬كركيلې٬انفارمېشن ټېكنالوجۍ او سېلګرۍ په څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو موجوده صلاحيت پراخا كولو په اهم??ت زور راوړې۔وزيراعظم د آذربائي??ان صدر ته د پاكستان دورې بلنه وركړی۔صدر الهام عليوف وزيراعظم ته د آذربائي??ان دورې بلنه هم وركړه۔
وزيراعظم شهباز شريف د آذربائيجان صدر سره ملاقات٬په بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو د عزم پخلې
مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ