اسلام آباد۔15جنوری (اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي ] پاكستان او چين ترمينځه مثالي ٬ تلپاتې د ملګرتيا او تزويراتي اړيكې دي٬ د ون بېلټ ون روډ اقدام نه وروسته د چين او پاكستان په تلپاتې او همه وقتي تزويراتي مرسته اډانه همكاري د سي پېك د لارې د اقتصادي او تجارتي رابطو په ځايې كولو سره سره د يوې سوكاله حطې احاطه كوي، پاکستان او چین په نړۍ كښې امن ٬ استحكام او پرمختګ غواړي ، چین څخه ګوادر او ګوادر څخه چين ته د سامان اوړل راوړل باوري كولو له به د دواړو هېوادونو حكومتونو له نورې هڅې كول وي، چین او پاکستان له به د غیر دولتي عناصرو سائبر بریدونو او هېکنګ مخنیوي لپاره فائر وال جوړول وي٬ پاكستان او چين له به په نړۍ كښې په رامخې ته كېدونكو بدلونونو ځان پوه كول وي۔ د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل غېر معمولي غونډې د افغانستان د اولس ستونزو پلو د نړۍ پام ګرځولې دې۔د خالي په ورځ د چين ميډيا سره خبرو كښې صدر مملكت ووئيل چين او پاكستان دواړه هېوادونه د سي پېك د لارې په بېلو څانګو كښې مرسته كوي۔ د دواړو هېوادونو مشرتابه په تاريخي اړيكو كښې پرله پسې ښه والې رامخې ته كوي۔ دواړه هېوادونو د آزمائشونو نه تېر شوي دي۔ پاكستان او چين پرله پسې په نړۍ كښې د امن خبرې كوي او په تلپاتي امن زور راوړي۔ صدر په دې لړ كښې په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د دواړو هېوادونو حواله وركړه۔ هغه ووئيل د پاكستان او چين ترمينځه د تېرو 70 كلونو اړيكې نړۍ لپاره يو ښه مثال دې۔ د پاك چين اقتصادي راهدارۍ حواله وركولو سره صدر ووئيل د سي پېك لاندې د 28 اربه ډالرو منصوبې بشپړ شوي دي او د نورو 24 اربه ډالرو منصوبې بشپړ كېدو پلو روانې دي۔ د سي پېك منصوبو ټوله پورټ فوليو په لنډه موده كښې د 62 اربه ډالرو نه زياته ده۔ صدر ووئيل زما په خيال د پاكستان په معيشت به د سي پېك په زړه پورې اثرات مرتب شي۔ د سي پېك په ضد پروپېګنډا مسترد كولو سره صدر ووئيل د چین او پاکستان ترمينځه ستره مرسته او همكاري روانه ده ٬ د منصوبې مخالفت كوؤنكو پېشګويو په ضد دا سرمايه كاري د دوه اړخيزه مرستې عكاسي كوي۔ صدر د دې خبرې پخلې وكړو چې دې ګڼ اړخيزو مصوبو سره به پاكستان كښې خلقو ته د روزګار موقعې په لاس ورشي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې صدر مملكت ووئيل چین زیرو کووېډ پالیسی جوړه كړې وه او پاكستان د نړيوالې وبا مخنيوي له بېله تګلاره خپله كړه۔ د پاكستان حكومت جزوي لاك ډاؤن وكړو۔ هغه ووئيل د جون او جولائي په مياشتو كښې پاكستان كښې تر ټولو زيات 6,800 کووېډ کېسونه رجسټرډ شوي وو۔ د ګوادر بندر ځايې اهميت په ډاګه كولو سره صدر ووئيل په دې منصوبه تندۍ سره كار روان دے۔ صدر ووئيل دا بندر ځايې به د چين لوئيديزې سيمې يو بل سره وتړي۔ هغه ووئيل ګوار به افغانستان د منځنۍ آسيا هېوادونو لپاره تر ټولو لنډه لاره وي۔ د آئي ټي څانګه كښې د مرستې ذكر كولو سره صدر په دې خبره زور راوړو چې چین او پاکستان له به د غیر دولتي عناصرو سائبر بریدونو او هېکنګ مخنیوي لپاره فائر وال جوړول وي۔ صدر ووئيل په پاكستان كښې د بې وزلۍ ختمولو هڅې دوه اړخيزه مرستې سره تړلې دي۔ صدر ووئيل چين په تجارت كښې د بهترۍ د لارې 80 كروړه كسان د بې وزلۍ نه ويستلې دي كومه چې معمولي كاميابي نه ده۔ صدر چينائي حكومت ته د بیجنګ سرمائی اولمپکس 2022 په كولو مباركي وركړه۔ صدر د چين كميونسټ ګوند جوړېدو 100 كاله په بشپړ كېدو كميونسټ ګوند ته مباركي وركولو سره ووئيل کمیونسټ ګوند د يو والي څرګندونه كولو سره خلق بې وزلۍ څخه ويستلې دي كوم چې نورو هېوادونو لپاره يو مثال دې۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان افغانستان كښې د امن او استحكام په ځائې كولو هڅې كوي۔ پاكستان دا خبره باوري كوي چې افغانستان يو وارې بيا ځانله والي سره مخ نه شي او د دې مالياتي او بېنكاري څانګه تباه نه شي۔ پاكستان د نړۍ پام افغانستان پلو ګرځولې دې۔ صدر ووئيل افغان حكومت باور وركړې چې د مېرمنو د زده كړو لړۍ به روانه وي او افغان خاوره به ترهګرۍ لپاره كارولې نه شي۔ صدر ووئيل پاكستان د څلورو لسيزو نه په خپله زمكه نزدې د 40 لكه افغانانو كوربتوب كړې دې۔ هغه ووئيل پاكستان د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل غېرمعمولي غونډې كاميابۍ سره كوربتوب وكړو او د دې هڅو دلارې ئې د نړۍ پام د افغانستان د اولس ستونزو پلو وګرځولو۔ صدر د نوې كال په پېل د چين حكومت او اولس پرمختګ ٬ سوكالۍ او كاميابۍ لپاره د خپلو نېكو هيلو څرګندونه وكړه
د پاكستان او چين ترمينځه مثالي ٬ تلپاتې د ملګرتيا او تزويراتي اړيكې دي٬ دواړه هېوادونه په نړۍ كښې امن ٬ استحكام او پرمختګ غواړي٬ د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د چين ميډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔