اسلام آباد 07 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي حكومت د ارزانه پېټرول او ارزانو ډيزلو سكيم له مخې د پیټروليم مصنوعات په بيعو كښې د زياتوالي آغېز څخه غريب اولس ساتلو لپاره په بېنظيرانكم سپورټ پروكرام كښې اندراج شوو مستحقينو ته د مياشتې دوه زره روپۍ اضافي وركوي۔دې ووئيل دې سره به 40 لكه كورنيو ته ګټه ورسي او په مجموعي توګه به دې څخه 8 كروړه 40 لكه وګړي استفاده وكړي۔كومه چې د هېواد په دريو كښې يوه برخه آبادي ده۔د نهې په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې هغې ووئيل د كومو كسانو مياشتنے آمدن چې د 40 زره روپو نه كم دے دوي دې په 786 خپل شناختي كارډ نمبر اېس اېم اېس كولو سره په ارزان پیټرول او ډيزل سكيم كښې خپل ځان رجسټرډ كړي
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ