اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې د سياست په نامه د قانون ساتونكي د ترهه ګرۍ نښه جوړول يوازې لاقانونيت او غنډه ګردي ده۔د نهې په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې دې د عمران خان د كال 2014 د تشدد او انتشار وېډيوز جاري كولو سره ووئيل د خونړي مارچ مناظر به دا وي۔ دې ووئيل چې قام له به په سياست كښې د تشدد غندنه كول وي٬قام دې هېر نه كړي چې دا هغه فسادي ډله ده كومه چې په هېواد كښې يو ځل بيا انتشار خپرولو له راروانه ده۔ دې ووئيل چې عمران خان د اګست په 9مه نېټه 2014 وئېلي وو چې زمونږ لانګ مارچ به د اسلام آباد پلو پرامن وي او بيا هغه 126 ورځې په پاكستان كښې سول نافرماني وكړه
مضمون کا ماخذ : را کی کتاب