اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي ابلاغ خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي چې د وروستي سېلګري په حفاظت سره تر ويستلو به دلته موجود يو، ضلعي انتظاميه، پوليس ځوانان او د پاك پوځ ځوانان د رېسكيو په آپرېشن كښې پرله پسې بوخت دي، د لويو لارو څخه د كرېنونو او درنې مشينرې د لارې واوره لرې كولې شي. د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې د وزيراعظم خاص مرستيال ووئيل چې هغه ضلعي انتظاميې او پوليسو سره د مري په جهيګاګلي كښې موجود دے او د رېسكيو آپرېشن څارنه كوي. ده ووئيل چې آر پي او، سي پي او، د پېنډې كمشنر، ډپټي كمشنر او د رېسكيو چارواكي هم په موقع موجود دي. ده ووئيل چې ضلعي انتظاميه، پوليس ځوانان او د پاك پوځ ځوانان د رېسكيو په آپرېشن كښې پرله پسې بوخت دي، د برېښنا نظام په بحال كولو كار روان دے، په ځينې سيمو كښې د برېښنا سپلائي لا هم ځپلې ده. ده ووئيل چې حالات كافي بهتر دي، د ټرافيك رواني ده. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان او د پنجاب وزيراعلٰی انتظاميې سره پرله پسې په رابطه كښې دے. خاص مرستيال په غوره مېلمستيا كولو د ځائي خلقو، دكاندارانو او كاروباري خلقو مننه وكړه.
د وروستي سېلګري په حفاظت سره تر ويستلو به دلته موجود يو، ضلعي انتظاميه، پوليس ځوانان او د پاك پوځ ځوانان د رېسكيو په آپرېشن كښې پرله پسې بوخت دي. د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل
مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن