اسلام آباد22 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د وزيراعظم شهباز شريف په امر د افغانستان زلزله ځپلو لپاره سمدستي د مرستې سامان لېږلے كېږي٬د بېړنۍ مرستې په سامان كښې خوراك٬خيمې٬كمبلې او نور ضروري څيزونه شامل دي۔د شورو په ورځ په خپل بيان كښې دې ووئيل د وزيراعظم په هدايت”اېن ډي اېم اے”نورو سټيك هولډرز سره په ګډھ د مرستې سامان انتظام كړے ۔وزيراعظم په افغانستان كښې د زلزلې له امله په شوي ځاني او مالي زيان د مرستې لېږلو اعلان كړے ؤ
مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ