اس??ام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم ا??رنګزېب وئېلي دي د اينكر پرسن نيولو په اړه قياس آرا??ي د بې بنسټه ډنډورې برخه ده٬د شك په بنياد پيټېشن دائر كوونكو له به ثبوت وركول وي۔دا د عمران خان حكومت نه دے چې پكښې به خبريالان په نخښه كېږي٬د زيارت په ورځ په خپل يو بيان كښې وفاقي وزيرې ووئيل زمونږ هدف د ګرانۍ او بې روزګارۍ ختمول او د معيشت بحالي او پرمختګ دے٬جمهوري حكومت د اولس خذمت لپاره راغلے ٬د انتقام لپاره نه۔دې ووئيل پي ټي آئي آئين شكن٬ د اولس دښمنه ډله او د فيك نيوز نېټ ورك دے ۔څلور كاله چينلز ٬ پروګرامز او خبريالان په نخښه كړے شوي۔دې ووئيل د دغې بې روزګارو ډلې سره اولس ته څه ښودلو لپاره هيڅ نش??ه٬مريم ا??رنګزېب ووئيل كه دوي دروغ نه وائي نو بيا څنګ په سياسي ډول ژوندې پاتې كېدے شي۔
مضمون کا ماخذ : کڑک