پېښور 12 دسمبر (اے پي پي) د بلور كورنۍ جشم و چراغ غضنفر بلور وئيلي دي چې په پاكستان تح??يك انصاف ??ښې د ګډون كولو زما ذاتي پرېكړه ده، غلام بلور مو د والد درجه لري، هغه لپاره احترام لرم، ما په كال 2013م ??ښې په ټاكنو ??ښې برخه اخستې وه، عمران خان هېواد ته پرمختګ وركړے، كه پرمختګ نه و نو په خېبر پښتونخوا ??ښې به بېرته د پي ټي آئي حكومت نه راتللو. ده دا خبرې د خېبر پښتونخوا د صحت او خزانې وزير تېمور سليم جهګړا او د تعليم صوبائي وزير كامران بنګش سره يو ځائ د پېښور په پرېس كلب ??ښې خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. غضنفر بلور ووئيل چې په هر يو حكومت ??ښې مشكلات راځي، د كورونا وائرس وبا ټوله نړۍ آغېزمنه كړې ده، عمران خان په حالاتو قابو موندلې، په اے اېن پي ??ښې هم يو وركر وم او په پي ټي آئي ??ښې به هم د يو كاركن په حېث كار كوم، زه په رسمي توګه په پي ټي آئي ??ښې د ګډون كولو اعلان كوم. ده ووئيل چې كوم خلق وائي چې زه سياست كس نه يم، دوي دروغ و??ئي?? زه په سياسي كورنۍ ??ښې زېږېدلې يم، ماته دې بل څوك سياسي تعليم نه راكوي. په دې موقع د خېبر پښتونخوا صوبائي وزير كامران بنګش ووئيل چې پاكستان تح??يك انصاف د ټول خېبر پښتونخوا مقبول ګوند دے، د بدلون هواګانې اول په خېبر پښتونخوا او بيا په ټول پاكستان ??ښې وچلېدې. ده ووئيل چې د خېبر پښتونخوا ځوانان اوس هم په عمران خان باور لري، د غضنفر بلور او د هغه د كورنۍ د 5 لسيزو خدماتو ته د قدر په سترګه ګورو. غضنفر بلور ته د عمران خان، وزيراعلٰی او د ټول ګوند د غړو لخوا هركلې وايم.
عمران خان د پاكستان پرمختګ لپاره كار كړے، د ده په پالېسو مكمل اعتماد كوم. د بلور كورنۍ جشم و چراغ غضنفر بلور صوبائي وزيرانو سره يو ځائ خبري كانفنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا