اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي)د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمې?? بلاول بهټو زرداري وئېلي دي پاكستان څخه د ترهه ګرۍ نزدې خاتمه شوی وه خو د پخواني وزيراعظم او د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان لخوا په افغانستان كښې موجود ترهه ګرو ته د پاكستان قبائېلي سيمو ته بېرته د راتللو بلنه وركولو نه پس په دې اړه ټولې هلې ځلې او آپرېشنز بې اثره شوي ۔هغه داخله وزارت كښې په ديوار شهدا د بېنظيربهټو عكسونو لګولو نه پس نګران داخله وزير مير سرفراز احمد بګټي سره مېډيا ته خبرې كولې۔بلاول بهټو زرداري ووئيل د دغې پريكړې په نتيجه كښې نن بيا په پاكستان كښې ترهه ګري رامخې ته ده ۔مونږ دا ګڼو چې دغې ټولې لړۍ پلټنې پكار دي او چې څوك په دې پړيكړه كښې كك?? وو٬د هغوي څخه پوښتنه پكار ده او باور وركول پكار دي چې په سباؤن كښې به داسې پريكړې بيا نه كوي۔ د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمې?? بلاول بهټو زرداري ووئيل شهيدانو د ترهه ګرو په نره مقابله كړی٬خو د ترهه ګرۍ سنګينو مقدمو كښې ككړ ترهه ګر تېر حكومت د زندان څخه راويستل ۔ده ووئيل چې كله په افغانستان كښې ټرانزېشن ??ېدو٬د پارليمان او پاكستان اولس څخه د پوښتنې نه غېر يوه پريكړه چې له مخې ئې پاكستان كښې موجود داسې بنديوان څ??ك چې د ترهه ګرۍ په سنګينو پېښو ??ښې كك?? وو٬ هغه د زندانونو څخه راويستلے شول۔ده ووئيل د پاكستان اولس او رياست له فكر پكار دے چې دا څنګه كېدې شي چې هېواد د ترهه ګرۍ څخه پاكولو لپاره پالېسي اختيار شوې وه او په كومه چې عملدرآمد كېدو ؤ نو څنګه ممكن شوه چې د شپې شپی داسې يوټرن واخستلے شو چې د هغې اثرات نن هم د پاكستان اولس زغمي۔
پاكستان څخه نزدې د ترهه ګرۍ خاتمه شوی وه خو د عمران خان د ناسمه پريكړو زيان نن هم قام پورته كوي ۔د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري
مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria