صحبت پور 14ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سيلاب ځپليو سيمو كښې 22 لکهه كورنيو او درې نيم لكهه کمرشل صارفينو ته د برېښنا اګست او ستمبر مياشتو بلونه د پرېښودو اعلان کولو سره وئيلي دي مونږ هېواد د ډيفالټ كيدو څخه بچ كولو لپاره مشكل پريكړې كړي او د سياست په ځائې مو رياست بچ كړے ، تر 300 يونټس برېښنا دوه كروړه 10 لکهه صارفينو له ستمبر كښې هم د فيول پرائس ايډجسټمنټ استثنيٰ وركولې شي۔د شورو په ورځ صحبت پور بلوچستا ن كښې ميډيا سره په څپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل د سيلاب له امله سندھ او بلوچستان صوبې په لويه توګه ځپلې شوي، وفاقي حکومت د اړخه سيلاب ځپليو لپاره 70 اربه روپۍ نغدي وركړې كېږي،تر اوسه 24 اربه روپۍ وركړې شوي ، بے نظير انکم سپورټ پروګرام ترمخه 25 زره روپۍ د كورنۍ په سر وركړې شوي،ځينو سيمو كښې انټرنيټ او برېښنا نظام خراب شوے ٬ هلته د روپو په وركولو كښې تعطل رامخې ته شوے خو ډير زر به د دغي سيمو دوره وكړم۔ده ووئيل ځپليو سيمو كښې به د ماشومانو تعليمي خرڅ هم مونږ زغمو۔ وزيراعظم ووئيل د سيلاب له امله په لويه توګه تباهي شوي ٬ هر يو كس دړديدلے دے او ټول قام په ګډه د دې مقابله كوي۔ وزيراعظم ووئيل حکومت په مشکل صورتحال او په ورثه كښې ترلاسه معاشي مشکلات باوجود مشکل پريكړو باندې پاکستان د ډيفالټ كيدو څخه بچ كړے، سياست به بيا كولې شي مونږ دا مهال رياست بچ كړے۔ده ووئيل وفاقي او صوبائي حکومتونه ، قامي او صوبائي ادارې، انتظاميه ټول په ګډه سيلاب ځپليو سيمو كښې كار كوي ٬ مونږ به هر ممكن هڅي كوو چې د ځپليو مرسته وكړو۔ ده اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې ځپليو سيمو كښې ولاړي اوبه وېستلو لپاره لويه مشينري وكاروي ، د څښلو اوبو نشتوالے يو لوي چيلنج دے٬ دې څخه ناروغۍ هم تندۍ سره خپريږي ، اين ډي ايم اے دې د اوبو ټينکونو وركولو لپاره ګامونه پورته كړي دغسې مونږ به ځپليو له منرل واټر هم وركوو د كومو دوه ټركونه به چې نن دغسې 10 ټرکونه به راروانو 2 ورځو كښې راروسي، د څښلو اوبه به د چوركلو د لارې هم رارسولې شي دې لپاره چې كوم هم وسائل ته اړټيا وي هغه به وركولې شي۔ده ووئيل ځپليو سيمو كښې د سړكونو د بحالۍ كار په تندۍ سره روان دے، ځپلي د مشکل وخت څخه وېستلو لپاره هڅي كوو۔ وزيراعظم په دې موقع ځپليو سيمو د برېښنا د كورنو او کمرشل صارفينو د اګست او ستمبر بلونود بخښلو اعلان وكړو ،دې سره به 24 نيم لكهه صارفينو له 10 اربه روپۍ ريليف وركړے شي۔ده ووئيل 3 کروړه 10 لکهه صارفينو له فيول پرائس ايډجسټمنټ څخه استثنيٰ وركړې شوې وه كومې څخه چې 75 فيصده صارفين مستفيد شوې وؤ۔ده ووئيل سيلاب ځپليو سيمو كښې د انفراسټرکچر بحالي هم روانه ده، فصلونو ته د رسيدلي زيان ازالې له به د صوبو سره په ګډه تګلاره جوړولې شي۔ده د بلوچستان وزيراعليٰ او چيف سيکرټري له شاباش وركولو سره ووئيل ټولو وفاقي او صوبائي وزيرانو او منتخب نمائندګانو په دې سخت وخت كښې د دړديدلې انسانيت د خدمت جذبې ترمخه د ځپليو په زړه پوري مرسته كړې ،۔وزيراعظم په دې موقع ضلع صحبت پور كښې د فلډ ريليف کيمپ دوره وكړھ چرته چې هغه يو سكول ته هم ورغلو
وزيراعظم سيلاب ځپليو سيمو 22 لکهه كورنيو ، درې نيم لكهه کمرشل صارفينو ته د برېښنا د اګست او ستمبر بلونه د پرېښودو اعلان وكړو
مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری