اسلام آباد 06 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د رياست او حكومت د مشرانو او د دوي د وزيرانو د بدعنوانې په نتيجه كښې هېوادونه د قرض پھ دلدل كښې ښٍكېل كېږي او ديواليه كېږي. د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې كله د لاندې كچې چارواكي رشوت اخلي نو د دې په نتيجه كښې عام وګړو لپاره ستونزې پېدا كېږي او چې كله د رياست او حكومت مشران او د دوي وزيران بدعنوان وي نو هېوادونه د قرض په دلدل كښې ښكېل كېږي او ديواليه كېږي. وزيراعظم په خپل ټويټ كښې د امريكائي صدر جوبائيډن د كرپشن په ضد د مېمورنډم اقتباس هم شريك كړے په كوم كښې چې صدر جوبائيډن خپلو سينئر افسرانو د كرپشن په ضد احكامات هدايات جاري كړي دي.
مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena