اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي افغانستان دا مهال نازك پړاٶ ته داخل شوے٬ 44 فيصده امريكائي او د ناټو ځواكونه د افغانستان نه وتلې دي او بشپړې انخلاء له د ستمبر 11 مه نيټه اعلان شوې ۔ د جمعې په ورځ د افغانستان په تناظر تابيا شوې درې كسيزه غونډې او د منطقې په صورتحال خپل بيان كښې خارجه وزير ووئيل افغانستان څخه د غېر ملكي ځواكونو انخلاء پېل شوې او افغانستان دا مهال نازك پړاٶ ته داخل شوے ۔ شاه محمود قرېشي ووئيل زما په دې لړ كښې د افغانستان او چين خارجه وزيرانو سره تفصيلي خبرې شوي٬ ما افغان خپل همڅنګ ته د پاكستان دورې بلنه هم وركړې دغسې چې په افغان امن عمل ٬ په دوحه كښې په روانو خبرو اترو او د سباٶن لائحې پحقله نورې خبرې وكړې شو
مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena