اسلام آباد۔14دسمبر (اے پی پی) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وئیلي دي چې د پاکستان په کوربه توب د اسلامي مرستې تنظيم (او آی سي) د بهرنیو چارو د وزیرانو كونسل غیر معمولي غونډه به د دسمبر په 19مه په اسلام آباد کښې کیږي. په غونډه كښې نړيوالو او سيمه ايزو تنظيمونو ته هم د ګډون كولو بلنه وركولې شي٬ په غونډه كښې به د افغان اولس بشري حاجتونه ترسره كولو لپاره په كوټلي اقداماتو غور كولې شي۔ د نهې په ورځ د او آئي سي راروانې غونډې په اړه د بهرنيو چارو وفاقي وزير خپل يو بيان كښې ووئيل د دې غېر معمولي غونډې مقصد د افغانستان په سنګين صورتحال غور كول او فعاله تګلاره وضعه كول دي۔ د ملګرو ملتونو د تخمينې له مخې دا مهال د افغانستان 38 ملين وګړو كښې 50 فيصده د خوراك سنګينې ستونزې سره مخ دي او دا صورتحال ورځ په ورځ لا ناوړه كېږي۔ د خوراك نړيوال پروګرام خبردارې وركړې دې چې افغانستان كښې 3.2 ملینه كوچنيان د خوراك كمي سره مخ دي۔ مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي چې د يو اېن او سي سي اېچ اے له مخې د روان كال 2021 جنورۍ او ستمبر مياشتو ترمينځه 665,000 نوې كسان د افغانستان دننه بې كوره شوي دي۔ پاکستان د خپلو محدودو وسائلو باوجود له تېرو لسیزو راهیسې د څلور مېلیونه افغان کډوالو کوربه پاتې شوې دی۔ شاه محمود قريشي ووئيل د ژمي راتګ په افغانستان کښې حالات نور هم خراب کړي دي او که دغه حالت ته په وخت پام ونه ګرځولې شو نو يو لويې بشري بحران رامخې ته كېدې شي ٬ افغانستان د او آئي سي په مؤسېسينو غړو كښې شامل دے۔ د اسلامي امت د یوې برخې په توګه مونږ افغان اولس سره د دوستۍ او ورورلۍ په اړيكو تړلي يؤ ٬ او آئي سي ټول عمري د افغان اولس ملاتړ كړې دې ٬ نن د تېر وخت په مقابله كښې افغان اولس د او آئي سي ملاتړ ته زياته اړتيا لري۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان په دې لړ كښې خپلې سفارتي هڅې پرله پسې روانې ساتلې دي۔ وزيراعظم عمران خان د افغانستان د حالاتو په اړه د نړۍ له مشرانو سره په تماس کښې دى، ما پخپله د سيمې په کچه د ګډې ستراتيژۍ مخ په وړاندې بوتللو له د افغانستان د ګاونډي هېوادونو (ايران، تاجکستان، قرغزستان او ترکمنستان) دوره كړې ده٬ د پاكستان سفارتي هڅو په نتيجه كښې د افغانستنان د شپږ ګاونډي هېوادونو پلېټ فارم جوړ شوې دې۔ شاه محمود قريشي ووئيل د ماسکو په فارمټ غونډه کښې ګډون او د ترائيکا پلس غونډې کوربه توب هم د دغو سفارتي هڅو تسلسل دې۔ هغه ووئيل د افغانستان په روانه وضعه نړيواله ورورولي اندېښنه لري٬ د اسلامي نړۍ د اجتماعي غږ په توګه او آئي سي په بشري بحران قابو موندلو كښې زمونږ د افغان وروڼو مرسته كولې شي ٬ د او آئي سي مشرتابه نورو نړيوالو ادارو او تنظيمونو ته د وړاندې راتللو ترغيب وركولې شي۔ هغه ووئيل افغانستان كښې د بشري بحران ختمولو د لارې معاشي استحكام باوري كولو كښې مرسته ترلاسه كېدې شي٬ په روانه وضعه كښې افغانستان سره د نړيوالې ورورولۍ پرله مرستې ته اړتيا ده او په دې پس منظر كښې په 19 دسمبر اسلام آباد كښې كېدونكې د او آئي سي غېر معموملي غونډېه به د افغان اولس بشري حاجتونه ترسره كولو له د په كوټلي ګامونو د غور كولو موقعه راكړي
د پاكستان په مشرتابه كښې د او آئي سي د بهرنيو چارو وزيرانو كونسل غېر معمولي غونډه په 19 دسمبر كېږي٬ خارجه وزير شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل