اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ وئيلي دي چې اسرائيل د جنګي جرمونو ارتكاب كوي،د فلسطينيانو نسل كشي كيږي، پاكستان د شن??ھا??ي مرستې تنظيم كښې د فلسطين مقدمه ??ه ښه ډول پورته كړې، پاكستان غوښتنه كړې چې اسرائيل دې ځواب ??رك??نكې وګرځولې شي۔د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه د وزيراعظم د شن??ھا??ي مرستې تنظيم مشرانو په غونډه كښې د ګډون په اړه پاليسي بيان ??رك??لو سره د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل اسرائيل د جنګي جرمونو ارتكاب كوي، د فلسطينيانو نسل كشي كيږي، 37 زره څخه زيات فلسطينيان شهيدان كړې شوي چې پكښې زياتره ميرمنې او ماشومان شامل دي، 20 لكهه فلسطينيان د خپلو كورونو څخه وېستلے شوي او په كډه كولو مجبور شوې۔ده ووئيل د شن??ھا??ي مرستې تنظيم په غونډه كښې پاكستان موقف خپل كړې چې د 1967ء څخه وړاندې پولو ترمخه آزاد فلسطيني رياست دې ومنلې شي د كوم پايه تخت چې القدس شريف وي او فلسطين كښې دې جنګي جرمونو په سمسدتي توګه مخنيوې وكړې شي۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل د غزه او رفح صورتحال زيات خراب دے، هلته په روغتونونو بريدونو كېږي،ميرمنې او ماشومان په نښه كړې كېږي او د مرستې سامان مستحقينو ته نه ورسولې كېږي كومه چې لويه پېښه ده په دې اړه پاكستان په شن??ھا??ي مرستې تنظيم كښې په وړه پورې غږ پورته كولو سره خپل ??اض?? موقف وړاندې كړې۔ ده ووئيل شن??ھا??ي مرستې تنظيم كښې د اسلامو فوبيا په اړه هم خبره شوې۔د سينيټر سرمد د پوښتنې په ځواب د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل 1997ء سروسز مينوئل له مخې اشتهارات جاري كړې كېږي،كال 2021ء كښې ايډورټائزمنټ پاليسي راغلې وه كوم كښې چې كال 2022ء كښې ترميم شوې ؤ۔ده ووئيل په څه وخت كښې يواځې د پي ټي وي د لارې به اشتهارات چليدل، اليكټرانك ميډيا لپاره كومه داسې پيمانه نه وه چې له مخې ئې معلوم شوې وي چې څومره ايډورټائزمنټ به ??رك??لې شي۔ ريټنګ نظام پرائيويټ ميډيا وضع كړې دې۔ده ووئيل دا مهال د كوم هم چينل اشتهارات بند كړې شوې نه دي۔ټولو ټي وي چينلو له د د هغوې د ريټنګ له مخې اشتهارات وركړې كېږي۔ اليكټرانك ميډيا په اړه د ريټنګ نظام په خپل ځائې شه دغسې د ورځپاڼو په اړه آډټ بيورو سركوليشن شته كوم چې د ورځپاڼو سركوليشن چيك كوي دغسې چې كومه ??رځپاڼه څومره سركوليشن كوي،د هغې له مخې اشتهارات وركړې كېږي۔ده ووئيل تيرو 5 كلونو كښې پرنټ او اليكټرانك ميډيا ته د 16 اربه 6 كروړه 81 لكهه 69 زره 105 روپو اشتهارات جاري كړې شوي چې پكښې پرنټ ميډيا ته د 9 ار??ه 48 كروړه 66 لكهه 82 زره 855 روپو اشتهارات جاري كړې شوي دغسې اليكټرانك ميډيا ته د 6 اربه 58 كروړه 14 لكهه 86 زره 250 روپو اشتهارات جاري كړې شوي۔ده ووئيل نيوز پرنټ بهر هېوادونو څخه درآمد كيږي،په هغې 10 فيصده ډيوټي لګولې شوي، مونږ د آل پاكستان نيوز پيپر سوسائټي په غوښتنه او د هغوې خبره اوريدلو سره چې ورځپاڼې د ستونزو ښكار دي،په بجټ كښې په هغې ډيوټي ختم كړې او په ورځپاڼو كوم نوې ټيكس نه دې لګولې شوي۔ده ووئيل پاليسي نوره كوټلې كولو ته اړټيا ده۔زما خواهش دې چې د اے پي اين اېس لارښودنې سره قوي او كوټلې پاليسي راوړاندېكړي چې له مخې دا سروسز مينوئل هم اپ ډيټ شي او 2021ء ايډورټائزمنټ پاليسي لا فعاله او كوټلې كړې شي۔
پاكستان د شنګھائي مرستې تنظيم مشرانو په غونډه كښې د فلسطين مقدمه په ښه ډول وړاندې كړي ، اسرائيل څخه د جنګي جرمونو ځواب وركولو غوښتنه شوې، د اطلاعاتو وفاقي وزير عطا الله تارړ سېنېټ كښې د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : quina acumulada