جنيوا 09 جنوري (اے پي پي)د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس وئېلي دي د سېلاب له امله د پاكستان لويې برخې ته سخت زيان رسېدلے ٬د انفراسټركچر بحالۍ لپاره په لويه پېمانه ګامونوته ضرورت دے٬پاكستان ته به د دريو كلونو په موده كښې د 16.3 ارب ډالره مرستې ضرورت وي۔د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل دا خبره د ګل په ورځ په جنيوا كښې د پاكستان تعميرنو او په بحالۍ كښې د شراكت په موضع د نړيوال كنفرنس پرانستې غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔ده ووئيل د كنفرنس د لارې كيش٬ټرانسفر او د نورو طريقو د لارې مرسته كېدې شي٬په پاكستان كښې د سېلاب له امله د شوې تباهۍ مو پخپلههلته مشاهده كړې٬د اوسني سېلاب څخه پاكستان لويه برخه ځپلې شوې۔د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس ووئېل په پاكستان كښې د سېلاب له امله د شوې تباهۍ په مناظر ليدلو مې زړه دړدېدلے ٬د سېلاب له امله 80 لكه خلق بې كوره شوي٬په دې سخت وخت كښې هم د پاكستانيانو په جذبه ليدلو حيران شوے يم۔ دې څخه وړاندې پخپل خطاب كښې ده په كنفرنس كښې د ګډون كوونكو مېلمنو مننه وكړه۔انتونيو ګوتريس ووئيل د سېلاب څخه د پاكستان لويې برخې ته زيان رسېدلے ٬د پاكستان اولس د سېلاب ځپليو لپاره د فراخدلۍ څرګندونه كړې۔د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل ووئيل په ماحول كښې د كاربن په اخراج كښې د پاكستان برخه د يو فيصد نه هم كمه ده ٬د تباهې كونكې سېلاب ذمه وار پاكستان هر ګز نشي كېدے۔ده ووئيل د كنفرنس څخه يو اوږد سفر پیل شوے كوم به چې ټولو له په ګډه كول وي۔د پاكستان تعمير نو او بحالۍ كښې د شراكت په موضوع په جنيوا كښې د نړيوال كنفرنس كوربتوب وزيراعظم محمد شهباز شريف او د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس كوي۔پاكستان په كنفرنس كښې د تعمير نو او سېلاب له امله د ځپليو سيمو بحالۍ فريم ورك وړاندې كړے۔وزيراعظم محمد شهباز شريف او بلاول بهټو زرداري د خپلې وېنا په مهال د سېلاب ځپليو سيمو تعمير نو او بحالۍ پروژو ته عملي شكل وركولو لپاره د نړيوال مرستې او د اوږدې مودې شراكتدارۍ په اهميت زور راوړے
پاكستان به 16.3 ارب ډالره مرستې ته ضرورت لري٬د انفراسټركچر بحالۍ لپاره په لويه پیمانه د ګامونو ضرورت دے۔د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل نړيوال كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج