اسلام آباد 06 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په هداياتو سي ډي اے د كورونا ويكسينېشن پیل كړې۔د سي ډي اے انتظاميې له مخې په وړومبي پړاؤ كښې د روغتيا كاركنانو ته واكسين لګولې شي۔د سي ډي اے روغتون او د روغتيا څانګې ټولې عملې ته به واكسين لګولې شي۔واكسين د نادرا د لارې لګولې كېږي۔د سي ډي اے انتظامې له مخې يوه مياشت وړاندې ټوله عمله رجسټرډ كړی شوې وه او لسټونه نادرا ته وركړې شوي وو۔د واكسين وړومبې خوراك به اوس او دوهم خوراك به مياشت پس لګولې شي۔كه چاته د واكسين كوم سائيډ ايفكټ وشي نو هغه دې په 1166 رابطه وكړي۔
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز