رحيم يار خان 10 فروري (اے ??ي پي) وفاقي پارلماني سېكتر ميا امتياز احمد وئيلي دي چې د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرې كښې هېواد په تندې سره پرمختګ كوي٬ د هېواد او قوم دا پرمختګ او خوشحالي سياسي مخالفين نه شي زغملي۔ په رحيم يار خان كښې بېلا بېلو پلاوو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د سي پېك پروژې په نتيجه كښې پاكستان نه يوازې په من??قه كښې بلكه په نړيواله كچه غېر معمولي اهميت ترلاسه كړے دے او هغه وخت لرې نه دے چې پاكستان به د يو لوي معاشي او اقتصادي قوت په توګه په ټوله نړۍ كښې ومنلې شي۔ ده ووئيل چې اوسنې ح??ومت به اولس ته د لوډشېنډنګ څخه نجات وركولو سره خپل لوظ پوره كړي۔ ده ووئيل چې مسلم ليګ ﴿ن﴾ به د كال 2018م په ټاكنو كښې يو ځل بيا تاريخي كاميابي ترلاسه كړي۔
مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس