اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټۍ او صوبائي حكومتونو ته هدايت كړے چې هغوي په هېواد كښې ?? اوسني سېلاب له امله د شوي زيان جائزه اخستو لپاره شريكه سروے ډېره ز?? بشپړه كړي۔ده دا هدايات د يوې لوړې كچې غونډې مشري ك??لو په مهال وركړل۔په غونډه كښې د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي اېن ډي اېم اے٬د صوبائي ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټيز استازو٬?? اوبو وسائلو وزارت چارواكو او نورو سټيك هولډرز ګډون كولو۔په سېلاب ځپليو سيمو كښې د خلقو بچ ك??لو او د مرستې هلو ځلو په اړه وفاقي وزير احسن اقبال ځپليو كورنيو ته د مرستې په ورك??لو زور راوړو چا چې په آفت كښې د خپلو كورونو څخه لاس وينځلي ۔ده ووئيل د تباه شوي انفراسټركچر بيا رغونې لپاره په سمدستي توګه موثر اقدامات وكړئ۔وفاقي وزير اېن ډي اېم اے ته په سباؤن كښې د قدرتي آفتونو په نتيجه كښې د زيان لږ نه لږ ك??لو لپاره بينك ايبل پراجېكټس او د موسمياتي لچكدار انفراسټركچر ??رو??و او ډيزائن هدايت هم وكړو او ??رو??و ته د بينك رول ك??لو لپاره د پرمختيائي شراكتدارو څخه د مالي مرستې ترلاسه ك??لو هم امر وكرے شو۔ده ووئيل وفاقي حكومت د سېلاب په مهال مستحقو كورنيو ته د لس لكه روپو معاوضې اعلان كړے۔ده ووئيل دا معاوضه 80 فيصده خلقو ته وركړې شوې۔احسن اقبال ووئيل وزيراعظم شهباز شريف هم د بلوچستان سېلاب ځپليو سيمو لپاره په سمدستي توګه د خاص پېكج جاري ك??لو پريكړه كړې۔ده ووئيل آفت ځپليو سيمو كښې د بېنظيرانكم سپورټ ??رو??رام معيار له مخې كورنيو ته به يو پیكج وركولې شي دغسې چې هغوي د راشن پشمول خپل هنګامي ضروريارت پوره كړي۔
د سېلاب زيان جائزه اخستو لپاره به د وفاق او صوبو شريكه سروے ډېره زر بشپړه كړې شي۔وفاقي وزير احسن اقبال
مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ