فېصل آباد 10 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثنا اللہ وئيلي مسلم ليګ (ن) په حقيقت كښې د اولس خادم او نمائنده ګوند دے كوم چې په هر دور كښې خپل وركرز ته عزت وركړې او هم د دې مېنډېټ د لارې د اقتدار ايوانونو ته رسېدلې٬ مسلم ليګ (ن) به ټولټاكنو كښې په پنجاب كښې كلين سويپ كوي، په ټولټاكنو كښې د كاميابۍ نه پس به په اقتدار كښې راتلو سره د پخوا په څير د تعمير او پرمختګ او د اولسي خېر ښېګړې لپاره لويې منصوبې پېل كوٶ۔ فېصل آباد كښې وركرز كنونشن ته خپله وېنا كښې ده ووئيل مسلم ليګ (ن) په حقيقت كښې د اولس خادم او نمائنده ګوند دے كوم چې په هر دور كښې خپل وركرز ته عزت وركړې او هم د دې مېنډېټ د لارې د اقتدار ايوانونو ته رسېدلې۔ ده ووئيل عمران نيازي سپيکر، دوهم سپيکر، صدر او ګورنر په غېر آئيني اقدام لمسولي خو مونږ ټول كارونه د آئين او عدالت د لارې كړي او زمونږ دا غوښتنه وه چې د ټګۍ حكومت بايد ختم كړې شي۔ ده ووئيل اوس د الېكشن كال دې ځكه چې زمونږ د سمدستي الېكشن كولو اراده وه خو الېكشن كمېشن په سپريم كورټ كښې ووئيل مونږ له دې الېكشن لپاره اووه مياشتې وخت راكړې شي دې لپاره اوس زمونږ مجبوري ده او زمونږ حكومت دا پرېكړه كړې چې جون كښې به بجټ وړاندې كوٶ او په بجټ كښې چې د هېواد پرمختګ لپاره څه كېدې شي ھغه به كوٶ او دا بجټ به د بشپړ كال وي۔ رانا ثنااللہ ووئيل كله چې عمران خان اسلام آباد ته راځي نو زه به ئې هركلے كوم خو كه د اړي ګړي خپرولو هڅه ئې وكړه نو اجازه به نه وركوٶ۔ ده ووئيل شېخ رشيد وئيلي دي چې خوني لانګ مارچ به كوم دې لپاره كه ھغه خپل بيان بېرته وانخستو نو د كور په درشل به رانه هم راتېر نه شي۔ ده د ګوند وركرز ته ووئيل ستاسو د حلقې مسئلې به ډېر زر حل كړو٬ ګاز به وركوٶ او سړكونه به جوړٶ۔ ده ووئيل په چا به ناسم اېف آئي آر نه درج كوٶ او د اولس په مرسته به كلين سويپ كوٶ۔ په دې موقع د صوبائي اسمبلۍ غړي مياں اجمل آصف هم وېنا وكړه
مسلم ليګ (ن) به ټولټاكنو كښې كلين سويپ كوي، اقتدار كښې راتللو نه پس به د پخوا په څير د ودانۍ ٬ پرمختګ او اولسي خېر ښېګړې سترې منصوبې پېل كوؤ٬ رانا ثنااللہ خان
مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل