پېنډۍ 14 جولائي (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف د 12 نورو خطرناكو ترهه ګرو د مرګ سزا توثيق كړی ده۔دا ترهه ګر د هېواد په بېلو برخو كښې په ترھھ ګرۍ٬د وګړو پھ وژنه٬په وسله والو ځواكونو او په قانون نافذ كونكو ادارو بريدونو ٬د تعليمي ادارو او د مواصلاتي نظام د تباه كولو پشمول نورو لويو جرمونو كښې ككړ وو۔د آئي اېس پي آر ترمخه محمد قيوم باچا د پلار نوم ميا سيد غني٬محمد آصف د پلار نوم انور حسېن٬سعادت حسېن د پلار نوم حسن٬ياسين د پلار نوم محمد يارحسېن٬محمد طيب د پلار نوم امير زاده٬ سيد اكبر د پلار نوم لېبر خان٬ محمد ياز د پلار نوم محمد جان٬بركت علي د پلار نوم عبدالغفور٬عزيز الرحمان د پلار عبدالجلال٬حسن ډار د پلار نوم محمد رحيم٬ عاشق د پلار نوم عبدالحي٬بهرام د پلار نوم كاريان ته پھ وسله والو ځواكونو٬ په قانون نافذ كونكو ادارو٬د وګړو پھ وژنه٬د تعليمي ادارو ړنګولو او د ترهه ګرۍ په نورو سنګينو جرمونو كښې د ككړتيا په اعتراف پوځي عدالتونو د مرګ سزا اورولې وه۔دا ترهه ګر د تحريك طالبان پاكستان او لشكر جنګوي سره تعلق لري
د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف د 12 نورو خطرناكو ترهه ګرو د مرګ سزا توثيق كړه
مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج