اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان علماء کونسل چيئرمېن او د وزيراعظم خاص استازي حافظ محمد طاهر محمودا شرفي وئيلي دي چې ګرد هېواد كښې به د سيالكوټ په پېښه (نن) د جمعې په ورځ د غندنې ورځ لمانځلې شي چې پكښې به د ګرد هېواد علماء ٬ مشائخ ، خطبا ، ذاکرين او واعظين د سيالكوټ د پېښې غندنه كوي او اولس به د توهين رسالتۖ او د توهين مذهب قوانينو پحقله خبروي۔ د زيارت په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل اوس وخت راغلے چې د مذهب او د مقدساتو په نامه خپل مقاصدو لپاره د استعمالوٶنكو په ضد قام خپل كردار ترسره كړي٬ حكومت پرېكړه كړې چې اولس له د ترهګرۍ خاتمې پشان د انتها پسندۍ خاتمې لپاره د حكومت او د هېواد د سلامتيا ادارو سره اوګه په اوګه ودرېدل دي۔ ده ووئيل ګړد هېواد كښې به د د علماء او مشائخ کنونشن كولې شي او په تعليمي ادارو كښې هم د توهين رسالتۖ او د توهين مذهب پحقله د شعور بېدارولو كمپائن پېل كوٶ۔
د سيالكوټ په پېښه به (نن) د غندنې ورځ لمانځو۔ حافظ طاهر اشرفي
مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ