اسلام آباد 10 مارچ(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي بې كوره كسانو ته خپل د سر سېوري وركولو ته حكومت پام لرنه كوي ٬ذاتي چت د هر يو غريب او كم آمدن كس حق دے٬د تعميراتي چارو ودې سره د پېل شوې معاشي چارو ګټه به ??يغ په نيغه د سندھ اولس ته ورسي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د كورنو او ودانيو د نېشنل كوآرډينېشن كمېټۍ د غونډې مشري كولو په مهال وكړې۔غونډې ته ووئيل شول د كورونو او ودانيو د منظور شوو او تر غور لاندې پروژو د ټولو معاشي هلو ځلو حجم 2.07 ټرېلين روپۍ دے٬د آپرېل د 17مې نېټې كال 2020م نه تراوسه د كورونو او ودانيو په ټولو 307 پروژو كښې د 39.83 ملين مربع فټ ودانيو منظوري وركړی شوې۔د 64.12 ملين مربعه فټ په زمكه د تعمير 526 پروژې د منظورۍ د عمل نه تېرېږي ۔غونډې ته ووئيل شول تراوسه د منظور شوو پروژو په نتيجه كښې د 796.5 اربه روپۍ معاشي چارې پیدا كېږي په كومو پروژو چې غور كولې شي د دې په نتيجه كښې به ??ورې د 1.28 ټرېلين روپۍ معاشي چارې رامخې ته شي۔د دې پروژو په نتيجه كښې به دوه نيم لكه خلقو لپاره نيغ په نيغه او څلور نيم لكه خلقو لپاره بالواسطه ?? نوكرۍ موقعې راپېدا شي
بې كوره كسانو له د سر سېوري وركولو ته حكومت پام لرنه كوي۔د وزيراعظم عمران خان د كورنو او ودانيو د نېشنل كوآرډينېشن كمېټۍ غونډه كښې څرګندونې
مضمون کا ماخذ : loteria Ceará