اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د ووېمن پارليمنټري کاکس د عمومي اسمبلۍ غونډه د شورو په ورځ د ووېمن پارليمنټري كاكس عمومي سېكترې ډاکټر شاهده رحماني په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې ?? پارلمان ښځينه غړو په لويه شمېره ګډون وكړو۔ د وويمن پارليمنټري کاکس غړو ډاکټر شاهده رحماني ته د كاكس د عمومي سېكترې په ذمه وارو سنبهالولو مباركي وركړه۔ په غونډه كښې ?? وويمن پارليمنټري کاکس کارکردګي لا ښه او فعاله كولو لپاره تجويزونه وړاندې كړې شول۔ په غونډه كښې ?? بي آئي اېس پي چيئرپرسن روبينه خالد په خاص توګه ګډون وكړو۔ د پارليمنټري وويمن کاکس غړو د مېرمنو د مسئلو حل كولو په ضرورت زور رواړو۔ غړو ووئيل چې د مېرمنو مسئلو حل لپاره د بېظير انكم سپورټ پروګرام كښې ??پېځلتيا او د دې دائره كار پراخه كول ضروري دي٬ د کاکس غړو د بي آئي اېس پي په چيئرپرسن زور راوړو چې هغه دې د حاجت ??ندو او مستحق مېرمنو مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كولو له اقدامات وكړي۔ د بي آئي اېس پي چيئرپرسن باور وركړو چې مستحق مېرمنو ته به د بېنظير انكم سپورټ پروګرام لخوا مالي مرسته د هغوي تر درشل رسولې شي۔
د ډاکټر شاهده رحماني په مشرۍ كښې د وويمن پارليمنټري کاکس د عمومي اسمبلۍ غونډه
مضمون کا ماخذ : میگا سینا پریمیو