اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دې نړۍ د تند رفتاره بدلونونو سره مخ ده٬ د دغې سره يو والې پېدا كولو لپاره بائد د پاكستان زده كوٶنكي ښه خواري وكړي ٬ چې خوږ هېواد پرمختګ كولو سره په نړيوالو قامونو كښې خپل حقيقي مقام ترلاسه كړي ۔ اولس مشر ممنون حسېن دا خبرې د حبيب ??بل?? سكول كراچۍ د زده كوٶنكو ??لا??ي سره كړې دي ۔ اولسمشر ووئيل تحقيق ته د پام لرنې كولو نه غېر د نړۍ يو قام پرمختګ نشي كولې٬ دې لپاره ځوانانو دې د ژوند په بېلا بېلو څانګو كښې تحقيق خپل مقصد وګرځوي۔ ده ووئيل انفارمېشن او ډيجيټل د سباٶن ټېكنالوجۍ دي د كومو په حقله چې د پاكستان نوې كل له خاص پوهه ترلاسه كول پكار ده دغسې چې د نوې دور تقاضو همغږۍ سره د خپل خوږ وطن خدمت وكړې شي۔ ده ووئيل حبيب ??بل?? سكول او كراچۍ پخوا په تعليمي ادارو كښې ډېر نوم ګټلې او د لوب?? پشمول د ژوند په بېلا بېلو څانګوكښې ئې لويه نامه پېدا كړې ده خو په تېره څه موده كښې ئې خپل امتيازي حېثېت په ځائ نه دې ساتلې ٬ده ووئېل دې لپاره ضروري ده چې د كراچۍ تعليمې ادارې نصابي هلو ځلو ته پام لرنه وكړې او د لاسه وركړې شوې مقام بيا ترلاسه كړي۔ د حبیب ??بل?? سکول د موسس محمد علي حبيب د خدماتو ستائنه كولو سره اولس مشر ووئيل هغه نه يوازې د قائد اعظم باوري ملګرے ؤ بلكې د تعليم په مېدان كښې ئې هم غېر معمولي خدمات تر سره كړې او د بېنكارۍ د صنعت ئې بنياد اېښې كوم به جې تل په ښو ټكو ياد ساتلې شي۔ په دې موقع اولس مشر ممنون حسېن ته د حبيب ??بل?? سكول يادګاري شېلډ هم وراندې كړې شو۔
نړۍ د تند رفتاره بدلونونو سره مخ ده
مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز