اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پی پی)مقبوضه كش??ير كښې د هند جارحيت په ضد د جمعې په ورځ پھ مقبوضه كش??ير او آزاد كش??ير پشمول پاكستان او ګرده نړۍ كښې مېشته كشميريانو او پاكستانيانو توره ورځ پھ بشپړډول ولمانځله۔په مقبوضه جمو او كش??ير د هند جارحيت 70 كاله بشپړېدو په موقع كشمير٬پاكستان او ګرده نړۍ كښې مېشته كشميريانو٬پاكستاني وګړو او د بشري حقونو تنظيمنو لخوا احتجاجي مظاهرې او لاريونونه وشول او د ملګرو مل??وتنو عمومي سېكتر په نوم يادښتونه وړاندې كړی شول۔د تقسيم هند پھ موقع د يو منظم سازش له مخې پھ كش??ير د هند قبضه كولو لپاره د ګورداس پور د مسلمانانو پاكستان سره د الحاق خواهش باوجود هغه د هند په نقشه كښې شامل كړے شو چې د ك??م په بنياد 27 اكتوبر 1947 د هند ځواكونو په كش??ير قبضه وكړه۔ كشميريان?? كله هم د هند تسلط قبول نه كړو او هغوي د لاكهونو ځانونو قربانو باوجود د هند څخه آزادۍ له خپلې پرامن هلې ځلې روانې وساتلې۔نړيواله ورورورلي په دهوكه كښې ساتلو لپاره هند كش??ير خپل آټوټ انګ ګرځوي۔۔د هندي ځواكونو لخوا د بې ګناه كشميري ځوانانو په ضد پيلټ ګنز كارولو نه وروستو اوس د مېرمنو د وېښتو پرې كولو پیښې تر ټولو ناوړه مثالونه دي۔د تورې ورځې په مهال پھ وفاقي پلازمينه او د پینډۍ ښار پشمول په ټول هېواد كښې لاريونونه٬سېمينارونه او وركشاپونه وكړی شول په كومو كښې چې وېنا كوونكو په مقبوضه كش??ير كښې د هندي ځواكونو د لاسه په كشميري اولس روان زور ظلم زياتې او په مقبوضه سيمه كښې د بشري حقونو له مينځه وړلو او د هند لخوا كشميريانو ته د بنيادي حق وركولو او خپلواكۍ حق څخه د پرله پسې انكار په نتيجه كښې رامخې ته شوې الميه په ډاګه كړه۔
پاكستان او ګرده نړۍ كښې مېشته كشميريانو او پاكستانيانو توره ورځ په بشپړه تةه ولمانځله
مضمون کا ماخذ : اسلام آباد لاٹری