اسلام آباد 22 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د برتانيه دارالعوام كښې د آل پارټي پارلماني ګروپ آن پاكستان شريك چيئر غړې ياسمين قرېشي د نهې په ورځ ليدلي دي ۔ وفاقي وزير د خزانې وزارت ته په رسېدو د ياسمين قرېشي هركلے وكړو او دا ئې د پاكستان د معيشت د موجوده صورتحال نه خبر كړه۔ وفاقي وزير په دې موقع دا د موجوده حكومت لخوا په كاروبار كښې د آسانيو٬ د برآمدات ډاډګيرنې او غېر ملكي سرمايه كاري آسانولو سره تل پاتې او د جامع اقتصادي پرمختګ باوري كولو لپاره د تر سره شوې بېلا بېلو اقداماتو نه هم خبر كړه۔ وفاقي وزير هغه په پاکستان كښې د تباهۍ كونكې سېلاب څخه د شوي معاشي او مالي زيان په اړه خبرولو كښې د برتانيه حكومت لخوا د سېلاب ځپليو د مرستې هم ستائنه وكړه۔ د ملاقات په مهال د پاك برتانيه په دوه اړخيزه اړيكو هم د خيالاتو څرګندونه كولو سره وفاقي وزير د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوستۍ په موجوده صورتحال د اطمينان څرګندونه وكړه او دا هيله ئې څرګنده كړه چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه موجوده مرسته به په سباٶن كښې لا قوي شي۔۔ په دې موقع ياسمين قرېشي د تباهۍ كونكې سېلاب څخه په شوي مالي او ځاني زيان د همدردۍ څرګندونه وكړه۔ دې د تل پاتې اقتصادي پرمختګ لپاره د پاكستان د موجوده حكومت د اقتصادي او معاشي پاليسيو ستائنه هم وكړه ۔ ياسمين قرېشي د آل پارټي پارلماني ګروپس غړې ده چې پكښې د برتانيه پاكستان تجارت او سېلګري٬ د كوچنيانو پالنه او د دوي ابتدائي تعليم وغېره شامل دي
د خزانې وزير اسخاق ډار سره د برتانيه دارالعوام كښې د آل پارټي پارلماني ګروپ آن پاكستان چېئر غړې ياسمين قرېشي وليدل
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی دستیابی