اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) پاكستان تحريك انصاف د الېكشن كمېشن څخه د پيپلز پارټۍ او(ن)ليګ د مبينه فارن فنډنګ كيس زر تر زره د اورېدو استدعا كړې۔د فارن فنډنګ كيس زر سماعت لپاره وزيرمملكت فرخ حبيب د ټاكنو كميسون كښې باضابطه خواست دائر كړے چې پكښې د فارن فنډنګ كيس زر سماعت او د پريكړې كولو هم استدعا شوې ٬ د طلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب د(ن)ليګ او پيپلز پارټۍ بشپړ رېكارډ ته د رسنې هم غوښتنه كړې ۔په درخواست كښې وئېلې شوي سكروټني كمېټۍ مالي پوهانو ته تر بشپړ رېكارډ رسنه نه ده وركړې او كمېشن ته عبوري جائزه رپورټ جمع كړے شوے
مضمون کا ماخذ : خداؤں کی عمر