اسلام آباد 14جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ هاؤس بزنس اېډوائزري كمېټۍ د بجټ غونډې د شيډول او ايجنډې منظوري وركړې چې له مخې به ئې غونډه د جون تر 30مه نېټه روانه وي۔د ګل په ورځ د هاؤس بزنس ايډوائزري كمېتۍ غونډه د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې په قامي اسمبلۍ كښې د وړاندې كړې شوې مالي كال 22-2021 بجټ غونډې ايجنډې او د وخت ټاكنې لپاره تفصيلي خبرې اترې وشوې۔ د كمېټۍ په غونډه كښې پريكړه شوې چې د قامي اسمبلۍ غونډه به د جون تر 30مه نېټه روانه وي۔ كمېټۍ كښې پريكړه شوې چې د نن جون 14مې نېټې نه په وفاقي بجټ 22-2021 بحث پیل كولې شي او د جون تر 24مه نېټه به د خزانې وزير په وفاقي بجټ بحث راغونډوي۔ د كمېټۍ په غونډه كښې دا پريكړه هم شوې چې په بجټ عام بحث به 40 ساعت روان ساتلې شي٬د حكومتي او مخالفې ډلو غړو ته به د هغوي د ګوند د چوكو تناسب سره وخت وركولې شي۔ دا هم پريكړه شوې د جون 25مې نېټې نه كال 22-2021 غوښتنو زر كټوټي په تحريكونو بحث كولې شي۔ د جون په 29نېټه به د فنانس په بل د غور نه پس د دې بل منظوري وركولې شي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو غلام سرور خان٬ډاكټر شيرين مهرالنساﺀ مزاري٬د پارليماني چارو صلاحكار ډاكټر ظهير الدين٬بابر اعوان٬ قامي اسمبلۍ غړو رانا تنوير حسېن٬چوهدري محمد برجيس طاهر٬مرتضٰی جاوېد عباسي٬سيد نويد قمر٬سيد غلام مصطفٰی شاه٬شازيه مري٬شاهد اختر علي٬اقبال محمد علي خان٬خالد حسېن مګسي٬روبينه عرفان٬محمد اسلم بهوتاني او محسن داوړ ګډون وكړو۔
د قامي اسمبلۍ هاؤس بزنس اېډوائزري كمېټۍ د بجټ غونډې د شيډول او ايجنډې منظوري وركړه
مضمون کا ماخذ : estatisticas dupla sena