اسلام آباد۔30مئی(??ے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې وزيراعظم شهباز شريف به د مئي 31 مې نېټې نه د جون تر 2 مې نېتې د ترکيې دوره کوي۔ دا دوره د پاكستان ?? باور وړ ملګرو او وروڼو هېوادونو سره د دوه اړخيزه اړيكو ?? نوې كولو د لړۍ برخه ده۔ د ګل په ورځ په خپل ټويټ کښې دې ووئيل دا دوره نه يوازې دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو بلکې د سرمايه كارۍ ٬ سوداګرۍ، روغتيا، زده كړو ، کلتور او د ګډو ګټو په نورو برخو کښې همکارۍ لپاره هم مهمه ده۔ دې ووئيل په دې مهال به د پاك تركيه بزنس كونسل غونډه او ترك سرمايه كارانو او سوداګرو سره ملاقاتونه هم كېږي۔ وفاقي وزيرې ووئيل وزیراعظم به د خپلې دورې په مهال د مصطفی كمال اتاترك مزار ته حاضري كوي۔ دغسې دې به ترك صدر رجب طيب اردوان ??ره د تركيه پاكستان ?? سفارتي اړيكو 75 م كال په بشپړ كېدو يادګاري نشان ??اري كوي۔ صدر اردوان ??ه د وزيراعظم په درناوي كښې د ماسخوتن مېلمستيا هم كوي۔
وزيراعظم شهباز شريف به د مئي 31 مې نېټې نه د جون تر 2 مې نېتې د ترکيې دوره کوي٬ وفاقي وزيره مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون